د ايرلنډ سره د کرکټ سريز، افغانستان بايد ښه ګټه ځيني واخلي

AFGvIRE

د کرکټ ملي لوبډله نن د سه شنبې په ورځ د ډسمبر پر ۵مه په شارجه کي له ایرلنډ سره درې یو ورځنۍ لوبي پیلويد راشد خان ارمان لپاره دا ښه فرصت دی، چي د نړۍ په لسو غوره بالرانو کي ځان له نهم څخه را مخکي کي.

دا لوبي به محمد نبي ته هم دا فرصت برابر کړي، چي د نړۍ د غوره الراونډرانو په نوملړ کي چي اوس پر درېيم مقام دی (( له ده مخکي یوازي د بنګله دېش شکېب الحسن او د پاکستان محمد حفیظ )) څخه هم مخکي سي.

_99056260_8f499248-ac85-43e5-aff6-8f27ef6aba07

دا لوبي به دوی ته د تمرین غوره موقع وي، ځکه له دې وروسته به دوی وکولای سي د نړیوالي اتلولۍ د غوراوي په کپ کي برخه اخلي.

افغانستان اوسمهال په یو ورځنیو لوبو کي لسم ځای لري او ایرلنډ بیا په ۱۲ شمېره دیدواړه د ۲۰۱۸ کال د نړېوالي اتلولۍ په غوراوي کپ کي برخه اخلي. له دوی څخه دوه به یې له اتو نورو سره یو ځای سي او په نړیوال کپ کي به ولوبېږي.

افغانستان تېر نړیوال یو ورځني کپ کي برخه درلوده او سکاټلنډ ته یې ماته ورکړه. افغانستان له دې مخکې بنګله دېش ته هم په یو ورځنۍ لوبه کي ماته ورکړې او ۲۰۱۷ کال کي یې وېسټ اېنډیز کي دغه هېواد هم له ماتي سره مخ کړی و. افغانستان له دې مخکې له زیمبابوې هېواده هم ډېري لوبي ګټلي دي.

که د افغانستان لوبغاړي، په ځانګړي ډول منډي جوړوونکي له حوصلې او سړې سینې کار واخلي، اوږدې ملګرتیاوي یا پارټنرشیپونه جوړ کړي، نو د ښو لوبډلو مقابل کي هم ښې منډي جوړولای سي.

افغان بالران بیا تکړه دي، په ورو یا سپېن بالرانو کي د دوی سره د راشد خان غوندي په نړۍ کي پېژندل سوي بالران سته. د دولت ځدراڼ تر څنګ دوی لږ تر لږه دوو نورو تېزو بالرانو ته اړتیا لري، چي د حمید حسن ځای په ډک سي او نوري لوبډلي وننګوي.

د نړیوال کپ د غوراوي لوبي په زېمبابوې کي د مارچ له ۲مه تر ۲۵مې پوري کېږيدې لوبو ته کوربه زېمبابوې، هالنډ، پاپو نیو ګیني، ویسټ اینډیز، ایرلنډ او افغانستان وار دمخه راوتلي، خو کینیا، هانګ کانګ او سکاټلنډ څخه به یې دوه دغو لوبو ته لار پيدا کړي.

د افغان لوبډلي د بریالي کېدو امکانات زیات برېښي، دوی په دغو لوبو کي ټولو لوبډلو ته مخکې هم لږ تر لږه یو ځل ماته ورکړې، له نورو یې مورال جګ دی، ځکه په دې وروستیو کي د لویو وچو اتل سو، له نولس کلنو د ټيت عمر لوبډله په اسیایي لوبو کي د پاکستان غوندي لوبډلي په پایلوبه کي له ماتولو سره اتله سوه.

961 ټول کتل سوی شمېر 188 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...