د امريکا او جنوبي کوريا پوځونو خپل ستر پوځي تمرينات پيل کړل

1-South-Korea-US-and-Korean-soldiers

د امريکا د متحدو ايالتونو او جنوبي کوريا پوځونو نن خپل تر ټولو ستر پوځي تمرينات پيل کړلپه دغو تمريناتو کي، چي تر جمعې ورځي پوري دوام کوي، تر ٢٣٠ زياتي الوتکي برخه لري.

د جنوبي کوريا او امريکا رقيب هېواد، شمالي کوريا دغه تمرينات “په بشپړ ډول پاروونکي” بللي چې په خبره يې کولاى سي “هره شېبه” د اټمي شخړي سبب سي.

په دغو تمريناتو کي به د امريکا ١٢زره سمندري پوځيان د جنوبي کوريا له پوځيانو سره برخه ولري.

د امريکا پوځ ويلي، دغه ګډ تطبيقات به په کوريا ټاپو وزمه کي د سولي د يقيني کولو د هڅو لپاره چمتووالى زيات او عملياتي ظرفيتونه لوړ کړي.

x

دا هم وګورئ

کندهار والي وايي د خپل ماموریت پرمهال يې ۲۰۴۰ جریبه مځکه له غضبه خلاصه کړې

تورنجنرال زلمی ویسا وايي، دجمهور رئیس محمداشرف غني امر او ددوئ جدي هلي ځلي ددې ...