دکندهار والي امنيتي مسؤلينو ته: په ليري پرتو سيمو کي د سرتېرو ټولي ستونزي هواري کړئ

د چهارشنبې په ورځ د امنیتي مجلس اونیزه نوبتي غونډه د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په مشرۍ جوړه سوه، چي پر مهال يې د ټولو امنيتي ادارو مسئولينو ګډون کړی ؤپه غونډه کي لومړی د امنيتي ادارو مسئولينو د خپلو لاسته راوړنو او تر سره کړو عملیاتو په اړه معلومات وړاندي کړه.

24312640_1592793164119401_38719766259446036_n

د امنیتي غونډي پر مهال د ملي امنيت رئيس تورن جنرال قدرمحمد قدر وويل، چي منسوبینو يې په تېره اوونۍ کي د عملیاتو پر مهال د پنځلسو تنو وسلوالو مخالفينو د ژوندي نيولو تر څنګ زیات شمېر وژلي او ټپيان کړي دي.

ښاغلي قدر همداراز وويل چي د ترسره کړو عملیاتو پر مهال يې ۲۵ عرادې موټرسيکلان، څلور پايي مخابرې، دوې پايي کمپيوټران او په زیاته اندازه چاودېدنکي توکي هم د وسلوالو مخالفینو څخه نيولي دي.

په غونډه کي د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي هم وویل چي پوليسو يې په تېره اوونۍ کي ۹ تنه وسلوال مخالفين وژلي او د هغوی څخه يې يو شمېر وسلې هم نيولي دي.

ښاغلي اطرافي وویل، په نيول سوو وسلو کي۴۰ کړۍ ماينونه، څلور فیره د نیکه توپ او اووه قبضې راکيټ انداز شامل دي. د امنيت آمر همداراز وویل چي په تیره اوونۍ کي يې پنځه تنه غلچکي بريدګر هم نيولي دي.

د امنيتي مجلس په دغه غونډه کي د ۲۰۵ آتل قول اردو مرستيال هم وويل، چي ځواکونو يې بېلابېل عمليات ترسره کړي او وسلوال مخالفين يې سخت ځپلي دي.

وروسته کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د امنيتي ځواکونو هڅي وستایلې او هغوی ته يې د لا ښې همږغۍ هدایت وکړ.

کندهار والي همداراز د امنیتي ځواکونو مسئولینو ته هدایت وکړ، چي په ليرو پرتو سميو کي د ميشتو امنيتي ځواکونو ټولي سته ستونزي هواري کړي.

ښاغلي ويسا د امنيت د لا ښه ټينګښت په موخه امنيتي ځواکونو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چي پر لويو لارو پرتې پوستې تقويه او په ښار کي سياري ګزمې زياتي کړي. په ياده امنيتي غونډه کي پر يو شمېر نورو امنیتي موضوعاتو هم خبري وسوې او په اړه يې لازمي پرېکړی وسوې.

راپور: سيد ستار مهتابي

257 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...