دکندهار د ملي امنیت ادارې درې تنه د ځانمرګو بریدونو د شبکې غړي نیولي دي

د ولايت مقام څخه په خبره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي یادو درو کسانو په کندهار کي ځان وژونکي بریدونه طرحه کول او هم یې په دې ولایت کي نور ترهګریز فعالیتونو تر سره کول. نیول سوو کسانو د خپل شهرت تر څنګ پر خپلو جرمنو اعتراف هم کړی دی.

25396070_1587355111323635_6630184847024799739_n

د کندهار د ملي امنیت ادارې په دې ولایت کي د طالبانو د ځانمرګو شبکې غړي نیولي دي، چي په کندهار ولایت کي يې ځانمرګي بریدونه طرحه کول او تر څنګ یې نور ترهګریز فعالیتونه تر سره کول.

د حفيظ الله، احسان الله او ګلالی هغه وسله وال ترهګر دي، چي دکندهار ښارپه شمول په خاکریز، تخته پُول او ښوراوک ولسوالیو کي يې ددولت پر ضد تروریستي او ډلیز وسلوال بریدونه کول، چي د ملي امنيت د ځواکوونو لخوا ونيول سول. نيول سوو کسانو پر خپلو جرمونو او د وسله والو ترهګرو د ډلي غړيتوب منلی دئ.

بلخوا د ملي امنيت ځواکونو په ۲۴ ساعته عملياتو کي  ۷۴ وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ملي امنيت د عمومي رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ملي امنيت منسوبينو په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۳  ځانګړي ۲ هوايي او ۹ ګډ عملياتونه ترسره کړي، چي پر مهال يې ۴۴ وسله وال ترهګر وژل سوي ۳۰ ټپيان سوي او ۱۰ تنه هم ژوندي نيول سوي دي. دغه عمليات د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کي تر سره سوي دي. عملياتو کي د وسله والو ترهګرو څخه په زيات شمېر وسلې او مهمات هم نيول سوي او د هغوی نقليه وسايط يې لمنځه وړي دي.

راپور: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار ...