دولسي تړون په مرسته تر سره کيدونکي پروژې به دخلګو په خوښه پلي سي

دکندهار ښاروالۍ مسئولين وايي ددغه پروګرام له پاره يي څلورو ناحيو کي ولسي شوراګاني جوړي کړي تر څو د دوی تر نظارت او څار لاندي اغيزمني او بنسټيزي پروژي پلي سي.

دښاروالي مرستيال محمد نسيم رضايي چي اوومه ناحيه کي يي دولسي شوراګانو دجوړولو پروسه پيل کړل دسيمي داوسيدونکو سره ليدنه کي ټينګار وکړ چي شوراګاني بايد اوليتونه په نظر کي ونيسي او دولسي تړون دپروګرام له لاري ترلاسه کيدونکي پيسي دي پر بنسټيزو پروژو ولګوي.

5

ښاغلي رضايي وايي دوی دشوراګانو په لړ کي تر اوسه څلورو ناحيو کي چي دغه پروسه تر سره کړې چي ډير ژر به د ولسي تړون له لاري هري شورا ته اويا زره ډالره هم ورکړل سي.

کندهار ښاروالي وايي دوی پنځلسو ناحيو کي درې سوه ولسي شوراګاني جوړه وي چي دهر ګذر مخور خلګ به پکښي ګډون ولري تر څو دولس په غوښتنه دښاروالۍ په همکارۍ اساسي پروژې پلي او اساسي ستونزي پرې حل سي.

خبریال: نثار احمد احمدي

6

x

دا هم وګورئ

د کندهار د ملي امنیت ریاست د ترهګريزو بريدونو پنځه کسيزه ډله نيولې

يادو کسان په کندهارښار او ولسواليو کي وسله وال ترهګريز او چرکي بريدونه ترسره کول،چي ...