دشاولي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چي کندهار روزګان پر سړک تېرېدونکي مسافر د زیاتو ستونزو سره مخ دي

ددې ولسوالۍ د انکشافي شورا رئيس او غړو یادي څرګندوني د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منيب سره د لیدني پرمهال وکړې. مرستیال والي د شاولي کوټ ولسوالۍ د شورا غړو ته ډاډ ورکړ چي ددې سړک د کارونو د شروع په برخه کي به اړونده ادارو ته هدایت کوي .

F

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د انکشافي شورا غړو او قومي مشرانو د مرستیال والي سره ولیدل. د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د انکشافي شورا رئیس حاجي ظاهر جان، د شورا نورو غړو او د یادي ولسوالۍ ولسي مشرانو د یکشنبې په ورځ د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب سره د هغه په کاري دفتر کي ولیدل.

په یاده لیدنه کي د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکو د کندهار – روزګان د سړک رغولو په چارو کي د ځنډ د را منځته کېدو ستونزه د مرستیال والي سره شریکه کړه او زیاته یې کړه چي پر یاده لاره باندي تېرېدونکي مسافر د زیاتو ستونزو سره مخ دي.

دوی دا راز وویل، چي د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي د انکشافي پروژو پلي کېدلو ته زیات لېواله او په دې برخه کي د ولایتي ادارې سره پوره همکاره دي.

ښاغلي منیب د شاولي کوټ ولسوالۍ د انکشافي شورا غړو ته د لیدني پر مهال د یاد کړک د کارونو د چټکولي ډاډ ورکړ.

مرستیال والي په خپلو خبرو وویل، چي د مربوطه ارګانونو سره تر خبرو او هغوی ته تر لازم هدایت کولو وروسته به د شاه ولیکوټ – روزګان سړک د رغولو چاري چټکي سي. ښاغلي منیب دا راز وویل چي د انکشافي پلانونو په پلي کولو کي د خلګو ونډه خورا مهمه او اغېزناکه ده.

راپور: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

فرانسې د ټرمپ د یوه ټویټرپیغام په وړاندې عکس العمل وښود

د فرانسې حکومت د متحد ایالتونو د ولسمشر د یوه ټویټرپیغام په وړاندې عکس العمل ...