دزابل سلگونو قومي مشرانو نن دیوې پراخي غونډې په ترڅ کې د دولت څخه خپل ملاتړ څـرګند کړ.

نن دزابل سلګونو قومي او جهادي مشرانو په یوه پراخه غونډه کې چې ددې ولایت دولایتي شورا له لوري جوړه سوې وه پکښي ټولو په یوه ږغ ددولت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

دزابل دولایتي شورا رئیس عطامحمد حقبیان، دسولي شورا رئیس غني توخي ، دمجاهدینو شورا غړی واسع توخي، دقومونودیووالي شورا مشر عبدالولي ولي او ځوانانو په خپل وارسره د حکومت څخه خپل ملاتړ وښود او د جمهور رئیس او اجراییوي رئیس څخه يي مننه وکړه چې زابل ته یې په کارپوه او وړ والي او مرستیال والي معرفي کړي.

4

دوی وویل چې زابلي ولسونه سره یوموټي دي او تل یې له خپل دولت سره همکاري کړې.

په جوړه سوې غونډه کې دزابل والي الحاج خیال محمد حسیني دولایتي شورا څخه مننه وکړه چې ټول قومي مشران او دیني عالمان یې په یوه ټغر سره راټول کړي او په یوه ږغ ددولت څخه خپل ملاتړ ښيي.

5

ښاغلي حسیني زیاته کړه چې ولایتي اداره ‍دسولي،امن، یووالي دفساد په مخنیوي او پرمختګ  ته ژمن دي او پدې برخه کې یې دولسونو ملاتړ وغوښت.

دیادوني وړده وړاندې تر دې هم دزابل سلکونو مشرانو دحکومت څخه ملاتړ کړی.

خبریال: عصمت الله قایل

417 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...