حمید حسن یو ځل بیا د کرکټ ډګر ته راځي

25659408_2016038191984102_3008521740335825476_n-750x430

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي پخوانی تیز بالر حمید حسن، چي په وروستیو څو کلونو کي د کرکټ ملي لوبډلي څخه لیري پاته سوی دی؛ یو ځل بیا د کرکټ په ډګر کي لوبیدو ته هیله مند دی.

حمید حسن، چي کلونه یې د کرکټ ملي لوبډلي سره د یو مهم کلیدي لوبغاړي رول درلودلی و، وايي، ډیر ژر به د کرکټ ملي لوبډلي سره یو ځای سي.

د افغانستان کرکټ بورډ هم د نوموړي د بیا چمتوالي او راتګ په اړه خبر ورکړی دی، د دوی په وینا د حمید حسن درملنه سوې ده او د هغه د صحت په اړه یې ډاډ ورکړی دی.

کرکټ بورډ د کرکټ ملي لوبډلي لپاره د زیمبابوې خلاف راتلوونکو کیدونکو سیالیو ته د چمتوالي په موخه په ننګرهار کي تمریناتي کیمپ پیل کړی دی، چي پکښي حمید حسن هم ګډون کړی دی.

خپله حمید حسن په خبرو کي ویلي دي، ورځني تمرینات په عادي توګه ترسره کوي او هیله مند دی، چي راتلونکو سیالیو کي د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې لخوا غوره سي.

د کرکټ ملي لوبډلي دا لوبغاړی نږدې ۶ کاله وړاندي د انګلستان د ملي او (ام سي سي) کرکټ کلب د لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کي د فیلډینګ یا ډګر ساتني پر مهال ټپي سو، چي له هغه را وروسته د ټپونو له کبله د کرکټ په ملي لوبډله کي په سمه توګه ونه لوبید.

659 ټول کتل سوی شمېر 5 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

IMG_1424

په تيرو دوو کلونو کي د کندهار فوټبال د پرمختګ پر ځای پر شاه تګ کړی

په کندهار کي مخکښ فوټبالران وايي، د تيرو کلنو په پرتله دلته د فوټبال لوبي ...