ایرلینډ لوبډله د تاند کرکټر مجیب ځدراڼ لپاره چمتو نه وه

24301451_2002884216632833_6930266727502280983_n-750x430

د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کي د کوربه افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ لومړۍ لوبه د افغان کرکټ ملي لوبډلي په بریا تمامه سوه.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کي د ایرلینډ لوبډلمشر د ټاس په ګټلو افغان لوبډلي ته د لومړۍ توپ وهني بلنه ورکړه، چي پکښي افغان لوبډلي د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځیدو د ناصر جمال د ۵۳، رحمت شاه زرمتي د ۵۰، راشد خان د ۴۸ او شفیق الله شفق د چټکو ۳۶ منډو په جوړولو سره د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلي ته د ۲۳۹ منډو هدف ورکړ.

خو لکه ایرلینډیان چي د افغانستان په کرکټ ټیم کي د نوي تاند مجیب ځدارڼ د کابو کولو لپاره چمتو نه وو، ځکه خو د ایرلینډۍ کرکټ لوبډلي د توپ وهنې پيل د ځوان لوبغاړي مجیب ځدران لخوا ګډو وډ سو او ټول لوبغاړي یې په ۱۰۰ منډو سره وسوځیدل.

په دې سیالۍ کي افغان لوبډلي ایرلینډ ته د ۱۳۸ منډو په لوی توپیر سره ماته ورکړه.

د کرکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلي څخه د نوي لوبغاړي ځوان مجیب ځدران راتګ د ایرلینډ لپاره خطرناک ثابت سو، نوموړی د لومړي ځل لپاره د کرکټ په ملي لوبډله کي را څرګند سو او د خپل نړیوال کرکټ پیل یې د ۴ ویکټو په اخیستو سره وکړ او په لومړۍ لوبه کي د لوبي غوره لوبغاړی وټاکل سو.

د لوبي تر پیل څو ساعته مخکي د ایرلینډ د ټیم کپټان ویلیم پورټرفیلډ په شارجه کي رسنیو ته ویلي وه، راشد خان د دوی په وړاندي په پخوانیو لوبو کي مهم و، خو افغانستان نور سپینران هم لري او دا به ډیره غوره نه وي چي یوازي پر راشد خان فوکس وسي.

د پورټرفیلډ دا خبره ريښتیا سوه او د راشد خان پر ځای دا ځل مجیب ځدراڼ ورته خطرناک ثابت سو.

24296786_2002913919963196_3083098732279154239_n

 افغان لوبډلي ته له دې وروسته د هري سیالۍ ګټل ځکه ډیر اړین دي، چي د کرکټ نړیوالي شورا ته د موقت ۳ کلن پوره غړیتوب موده په اوږد مهال بدله سي.

په دې وروستیو کي دواړو افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ته د کرکټ نړیوالي شورا لخوا بشپړ غړیتوب ورکړل سو، خو دغه غړیتوب یوازي د ۳ کلونو لپاره ورکړل سوی دی او باید په دې موده کي افغان لوبډله د کرکټ نړیوالي شورا لخوا وړاندي سوي شرایط پوره کړي، چي یو له هغې شرایطو څخه د لوبډلي د سیالیو ترسره کول او پکښي بریاوي خپلول دي.

د یادوني وړ ده، چي د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په همدغه شارجه کرکټ لوبغالي کي وسي.

x

دا هم وګورئ

د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کي ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دغه عمليات د ملي اردو ځواکونو د خاکريز ولسوالۍ د شاغونډان په سيمه کي کړي، ...