امریکا د شمالي کوریا پر دوو لوړپوړو چارواکو بندیزونه ولګول

170815123434-02-kim-jong-un-0814-exlarge-169

د امریکا متحدو ایالتونو د پیونګ یانګ د بالستیک توغندیو د پروګرام په خاطر، د شمالي کوریا پر دوو لوړپوړو چارواکو بندیزونه ولګولد امریکا د خزانې وزارت له خوا دغه بندیزونه د سې شنبې په ورځ پر کیم جونګ سیک او ري پیونګ ولګول سول.

سیک د شمالي کوریا هغه مهم چارواکی دی چي هڅه کوي د دې هېواد د لېري واټن ویشتونکو توغندیو پروګرام د سوند له مایع مواد د سوند پرجامع موادو بدل کړي او پیونګ هم له یوې وچي بلي وچي ته د رسېدونکو توغندیو د پراختیایي چارو مسؤل ګڼل کېږي.

د امريکا د خزانې وزارت په دې اړه په یوه بیان کي ویلي چي د شمالي کوریا پرمشرانو د بندیزونو لګول د هغو فشارونو یوه برخه ده چي هدف یې د دې هېواد لا منزوي کول او له اټمي وسلو خلاصې د کوریا ټاپووزمي ته رسېدل دي.

640 ټول کتل سوی شمېر 25 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...