افغان کمانډو پر مخ ځي، د هلمند بايللې جګړه يې وګټل

طالبانو څه موده وړاندي په ويښه هم د درست هلمند د نيولو خوبونه ليدل، ځکه تر لښګرګاه رسېدلي، په وسلو سنبال او پاکستاني عسکر يې تر څنګ روان وو، خو له هغه ورځي، چي افغان کمانډو ځواک جګړې ته ورکښته سوی اوس طالبان له کوټي څخه د باروتو او مرميو پر ځای، د خوب ګولۍ را غواړي.

دوی له عادي طالبه نيولې، تر سرګروپ، ولسوال او والي پوري، حتا اوس د هلمند په هغو سيمو کي هم ځان خوندي نه بولي چي تر کليوالو پکښي طالبان ډېر دي.

دوی اوس د کمانډو له بيري په ډېرو لېري پرتو سيمو کي هم دوې شپې پر يوه ځای او يوه شپه په بشپړ خوب پوره کولو نه سي تېرولای. په لومړيو کي چي پاکستاني استخباراتو او کوټي شورا د هلمند د سقوط نقشه جوړه کړه او پر هلمند د جګړو يوه خونړۍ څپه راپورته سوه، خلک او هلته ځينې مېشت سرتېري د طالبانو تبليغاتو او په جګړه کي حيرانوونکو پرمختګونو وارخطا کړل، هلمند د سقوط تر کرښې ورسېده، سلګونو سرتېرو سرونه وبايلل، جګړه د طالبان په ګټه تمامېدو ته نږدې وه، چي افغان کمانډو مېړنی ځواک هلمند ته ولاړ او لوبه يې پر دا بل مخ واړوله.

ByjsFfGCUAECvfO

کمانډو پر هلمند له ورکښته کېدو سره سم د هلمند له باغرانه تر بهرامچې پوري د طالبانو پر قوي او سترو مرکزونو پرله ‌پسې چاپې ووهلې او پر هلمند د راپورته سوي دسيسې مخه يې ونيوله. افغان کومانډو د چاپو او هوايي بريدونو تر څنګ، په ځمکنيو عملياتو کي هم له عملياتي سرتېرو سره مرسته کوله.

کومانډو د ناوې ولسوالۍ د نيولو تر عملياتو مخکې د طالبانو يو کلنې جنګې کرښي ته ور کښته سول، دوې شپې دوې ورځي يې د ترهګرو په مرکزونو کي تېري کړې، لسګونه طالبان يې ووژل، وسلې يې ځيني راوړې، مورچې يې ور وراني کړې او ډېری وسايط يې هم ور ويجاړ کړل.

تر دې وروسته پلو ځواکونو عمليات پيل کړل او ناوه يې بشپړه له طالبانو پاکه کړه. افغان کمانډو تر اوسه، تر لس ځله ډېري چاپې د هلمند په شمالي ولسواليو کي وهلي، چي زياته برخه چاپې يې د طالبانو پر هغو زندانانو وهل سوي، دي چي اسير سرتېري او عام وګړي يې پکښي زنداني ساتل.

افغان کمانډو شپږ ځله د طالبانو پر بنديخانو چاپې وهلي دي او هر ځل يې له شلو تر شپېتو پوري بنديان ازاد کړي. دغه زندانونه د هلمند په هغو ځايونو کي وو، چي طالبانو ته تر ټولو خوندي ښکارېدل. کمانډو د هلمند په سنګين، نوزاد، موسا کلا، بهرامچه، واشېر، سنګين او نورو ولسواليو کي د طالبانو پر مهمو مرکزونو چاپې وهلې او هره چاپه يې له زيان پرته د طالبانو په درنه مرګ‌ ژوبله پای ته رسېدلې ده.

OEF

دوی د داسي يوه تاکتيک پر اساس، د ترهګرو پر مرکزونو ور کښته کېږي، چي د هغوی يې مخنيوي ته هيڅ چل نه دی زده. کمانډو د هلمند خانشين د همداسي تاکتيک پر اساس بېرته ونيوله.

دوی چي فقط ۳۰ کسيزه ډله وه، د شپې له مخي د خانشين په رېګونو کي کښته سول، دوه کيلومټره يې په پښو مزل وکړ او د سهار خوا ته د خانشين پر ولسوالۍ ور وختل، هلته راټول سلګونه طالبان يې مړه او ټپيان کړل او ځيني يې په ټپي حالت کي وتښتېدل او ولسوالي يې په نيم ساعت کي ځيني ونيوله.

هلته د طالب اورپکو شمېر سلګونه کسانو ته رسېدی. د پاکستان او نورو هېوادونو پرمختللې وسلې ورسره وې، مګر بيا يې هم د افغان کومانډو سره مقابله ونه سوای کړای، پښې يې ټينګې نه سوای کړای، ماته يې وخوړله. همدې افغان ځواک د قاچاقبرو ستري کارخانې هم تر بريدونو او عملياتو لاندي راوستې او درانه زيانونه يې ور واړول.

د هلمند د ځينو ولسواليو اوسېدونکي وايي، پخوا به طالبان او قاچاقبر تر خپل واک په لاندي سيمو کي ډاډه ګرځېدل، مګر اوس د شپې تېرولو ځای نه لري. په منځ کي يې بيره خپره ده او حتا پر خپلو ملګرو بې ‌باوره سوي دي.

طالبان ملامت نه دي، ځکه په تېره څه موده کي يې د کمانډو له لاسه پرله ‌پسې ولسوالان، مهم قوماندانان، ډلګۍ مشران او حتا مرستيال والي ملا ناصر هم د سلګونو کسانو په ګډون وژل سوي دي. ملا ناصر په هلمند کي د طالبانو د امارت د ملا تېر بلل کېدی، هغه له هلمنده دباندي هم جګړې کولې او خلک به يې وژل.

همدا افغان ځواک و چي د هلمند د بايللې جګړې په وروستيو شېبو کي يې لوبه برعکس وڅرخوله او اوس يې جګړه ګټلو ته نږدې کړې ده.

x

دا هم وګورئ

مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار ...