استخباراتي سپوږمیو د افغانستان ورکه سوې امپراطوري پیدا کړې ده

CB689818-2679-4450-9166-56AD7A3FAD64_w1023_r1_s

د ساینس مجلې د دسمبر پر ١٣ یو مضمون خپور کړی دی، چي وایي امریکايي او افغان څېړونکو د استخباراتي مصنوعي سپوږمیو په وسیله د افغانستان د زرگونو کلونو د پخوانۍ تاریخي امپراطورۍ اثار پيدا کړي دي.

افغانستان د امنیتي ستونزو له کبله د تاریخي اثارو پیژندونکو (ارکیالوجسټان) لپاره یو داسي هیواد دی، چي تحقیق کول پکښي ډیر مشکل دي، خو بیا هم امریکایي او افغان څیړونکو ځینې داسي لرغوني سیمې په نښه کړي دي، چي تر اوسه پوري بل چا نه وې معلومي کړي.

دغو لرغونو ځایونو شاوخوا زر کاله ختیځ او لویدیځ د یوبل سره نښلولی و. د تاریخي اثارو موندلو دا امیدونه پیدا کړي دي، چي افغانانو خپل کلتوري تاریخي میراث خوندي کړی دی.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د تاریخې اثارو د ماهرینو سره یو ځای د مصنوعي سپوږمۍ د دغو معلوماتو په اړه تحقیق کوي. په دغو معلوماتو کي د امریکا د پوځي ډرون الوتکو په وسیله اخیسل سوي عکسونه هم شامل دي.

د تاریخي اثارو ماهرین په دی باور دي چې د دې سیمو په هکله د تحقېقاتو سره به د افغانستان تاریخ ژوندی سي.

1265 ټول کتل سوی شمېر 34 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د-یوه-ناکام-مشر-نهه-۹-ځانګړنې-750x430

که مو مشر دا ځانګړني لرلې، نو پوه سه، چي ناکام مشر دی

موږ ټول تا پیژنو؛ کله چي د دفتر دروازه په چټکۍ سره خلاصه سي، نو ...