کندهار پوهنتون کي د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو لپاره حقوقي کلینيک جوړیږي

په دغه کلینک کي به دیادو پوهنځیو محصلین عملي زده کړي کوي، چي دهغوی د ظرفیت لوړوني په برخه کي به مثبت ګام وي. دکندهار لایتي اداره دیاد کلینيک سره د فرنیچر او نورو اړینو توکو مرسته کوي.

a

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د حقوق پوهنځۍ د رئیس سره لیدنه کي ډاډ ورکړ، چي ولایتي اداره دځوانانو لپاره د زده کړو زمینې برابرولو ته ژمنه ده.

نوموړي ددغه کلینيک جوړول ښه ګام وباله او زیاته يې کړه، چي په دې سره به يې د محصلینو ښه روزنه کړې وي او هغوئ به يې راتلونکي ته پیاوړي کړي وي او وبه کولای سي په ښه ډول هیواد او خلکو ته خدمت وکړي.

ښاغلي منیب اړوند مسؤلینو ته د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوئ يې وغوښتل، چي د محصلینو په روزنه کي دي پوره هڅي وکړي، چي یادو مسؤلینو هم پوره ډاډ ورکړ.

خبري څانګه

2157 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...