کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر زده کړو وروسته فارغ سوه.

بل لوري ته ددې روزنیز مرکز بهرني استاد وویل چي کندهار اوس مهال د هوایي ځواک یوې نوي مرحلي ته داخل سو.

کندهار هوايي لوا چي د تېرو جنګونو له امله ډيره خرابه سوې وه اوس مهال بیا د نړۍ د هوایي ځواکونو په کتار کي ځای پیدا کړ، دغه هوایي لوا د هیواد او نړۍ په سطحه د نظامي پیلوټانو په روزنیز مرکز بدله سوه.

په دې روزنیز مرکز کي په لومړي ځل د بلک هاک نوي الوتکو پیلوټان تر دوه میاشتو زده کړو وروسته فارغ سوه او وروسته تر دې به د نړۍ په سطحه د پرمختللو الوتکو پيلوټي کوي.

8

د پيلوټانو د فراغت په مراسیمو کي د هوايي لوا قومندان جنرال عبدالرازق شېرزي وویل چي کندهار هوايي لېوا اوس مهال د نړیوالو همکارانو په مرسته د پرمختګ پر لور روانه ده.

ښاغلي شېرزي زیاته کړه چي دې لوا مخکي یو ډول الوتکي وې چي د خرابیدو په وخت کي به د زیاتو ستونزو سره مخ وه ، خو په وینا یې چي اوس د نوي الوتکو درلودونکي دي او هم ددې لوا سره د ۴۶ بلک هاک الوتکو ژمنه سوې چي تر دا مهال یې شپږ ورته رسېدلي دي.

9

بل لوري ته بهرني مشاویر او د پیلوټانو د روزنیز مرکز استاد ډګرمن نیل طهماس وویل چي کندهار هوايي ځواک یوې نوي او عصري مرحلې ته داخل سو.

0

هغه زیاته کړه چي د پیلوټانو د روزنیز مرکز په لومړی صنف کي ستونزي وې خو وایی چي په راتلوونکي کي به دغه ستونزي له منځه تللي وي.

دې ته ورته فارغ سوي پیلوټانو خوښي څرګنده کړه چي ورځ تر بلي هیواد د نوې او پرمختللي هوايي ځواک درلودونکي کیږي.

هغوی بلک هاک الوتکو ته په اشاره وویل چي مخکي د زیاتو ستونزو سره مخ وه خو اوس ورځ تر بلي یادي ستونزي د کمېدو په حال کي دي.

باید یاده کړل سي چي افغان هوايي ځواکونو ته به د درو کلنو په موده کي ۴۶ باله بلک هاک الوتکي ورکړل سي چي ۲۶ به یې جنګي وي او پاته نوري به یې اکمالاتي وي.

خبریال: احمدشاه شاداب

7

3296 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...