کندهار امنيه قوماندان وايي، دميوند ولسوالۍ د سقوط هڅه د سلو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلي سبب سوه

تېره شپه وسله والو طالبانو د ميوند ولسوالۍ پر شپاړلسو امنيتي پوستو پر يوه وخت وسله وال بريد وکړ، چي د پوليسو له سخت غبرګون سره مخ سول. د کندهار امنیتي چارواکي وايي وسله والو طالبانو د ميوند ولسوالۍ د سقوط هڅه کول، چي په پايله کي ۴۵ تنه وسله وال طالبان ووژل سول او تر۵۰ زيات ټپيان سول. د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چي وسله والو طالبانو د هلمند له لښکرګاه دوراهي څخه بیا د ژړۍ ولسوالۍ تر کمر بند پوري د مندوزو، برن مانده، خاک چوپان او بند تېمور پوستې تر بریدونو لاندي راوستلي. 

a

تر دغه بريد وروسته کندهار والي تورنجنرال زلمی ويسا، امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق، د ملي امنيت رئيس تورنجنرال قدرمحمد خان قدر او یو شمېر نور امنیتي ارګانو مسؤلينو ميوند ولسوالۍ ته سفر وکړ.

کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا دسیمي څخه دلیدني وروسته د میوند ولسوالۍ په انګړ کي امنیتي ناسته وکړه. ښاغلي ویسا په ميوند ولسوالۍ کي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندني او قربانۍ وستايلې، چي له امله يې وسله والو طالبانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی. هغه وويل، افغان ځواکونه زيات پياوړي سوي او کولای سي، چي د وسله والو ترهګرو د هر ډول ورانکاره او اسلام ضد کړونو مخنیوی وکړي.

aa

د کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق خان وويل، وسله والو پلان درلود، چي ميوند ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو پوليسو يې په مېړاني مخنیوي وکړ او پر مهال يې ۴۵ وسله وال طالبان وژل سوي، تر ۵۰ زيات ټپيان سوي او په زياته کچه مهمات او نقليه وسايط يې لمنځه وړل سوي دي. نوموړی وايي د جګړې پر مهال ملکي خلګو ته زيان نه دئ اوښتی، خو په دې بریدونو کي ۲۳ پولیس شهيدان سوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

aaa

دا په داسي حال کي ده، چي دا مهال د کندهار په يو شمېر ولسواليو کي اوس هم پلټونکي عمليات روان دي، چي پکښي وسله والو ترهګرو ته د درنې مرګ ژوبلي رپوټونه ورکړل سوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، چي  د کندهار د معروف ولسوالۍ د وام درې او خوګياڼو په کليو کي د پوليسو په پيل سوو عملياتو کي تر اوسه ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي.

راپور: عبدالقاهر پيوستون

833 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26734500_1634815133250537_2344238628929608507_n

په کندهار کي د اداري فساد په وړاندي جدي مبارزه روانه ده

دا او دې ته ورته څرګندوني کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د خبري ناستي پر ...