کرېکټ: اسیا کپ کي افغانستان پاکستان ته تاریخي ماته ورکړه

a

د اسیا جام سیالیو په لړ کي د افغانستان د ۱۹ کلن کرېکټ ملي لوبډلي پخپله لومړۍ لوبه کي پاکستانۍ لوبډلي ته په اوو ویکټو سخته ماته ور کړهد لوبي پچه افغان لوبډلي وګټله او خپلي سیالي لوبډلي ته یې د توپوهني بلنه ور کړه.

د پاکستان ۱۹ کلنو لوبدلي په ټاکلو شلو اورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازي ۵۷ منډي جوړي کړېپه افغان توپ اچوونکو کي مجیب ځدراڼ د سیالي لوبډلي ۶، نوین الحق او یوسف ځاځي دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان توپوهونکو په پخپله پاڼه کي د پاکستانۍ لوبډلي له خوا ور کړل سوی هدف د درو لوبغاړو په له لاسه ور کولو د لسم اور په لومړي توپ پوره او د لوبي بریا یې خپله کړهمجیب ځدران د پاکستانۍ لوبډلي د شپږو لوبغاړو په سوځولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل سو

aa

د افغان کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل، افغان لوبډلي په دغو سیالیو کي له ښه چمتووالي سره ګډون کړی او ښې لاس ته راوړني به ولريد اسیا کپ سیالۍ د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کي رواني دي چي د افغانستان او پاکستان لوبډلي یې پهب ګروپ “ کي لوبه کويافغان لوبډله نن د نومبر په ۱۱مه له سریلانکا او د همدې میاشتي په ۱۴مه به له متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره لوبه وکړي.

252 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...