په کندهار کي شخصي روغتونو خدمات غير معياري ؛خو پيسې زياتي اخلي

که څه هم په تيرو کلونو کي په کندهار کي د روغتيا له پلوه زيات پرمختګ سوی،خو لاهم یو شمېر شخصي روغتيايي مرکزونه په غير معياري ډول فعاليت کوي او د خدماتو په پرتله له ناروغانو زياتي پيسې اخلي.

خلګ د نيوکي او اندېښنې په څرګندولو سره له ولایتي ادارې غواړي،چي پر شخصي روغتيايي مرکزونو څار ډېر کړي.

بلخوا د عامي روغتيا رئيس وايي تر دې وړاندي شخصي روغتيايي مرکزونو ته خبرداری ورکړی،چي فعاليت معياري کړي،که په ټاکل سوي وخت کي اصلاح نه سي نو وبه تړل سي.

4

د ښاراوسیدونکي وايي، چي په ښار کي يو شمیر خصوصي روغتونونه پر معیار برابر ندي او ناروغانو ته صحي خدمات په سمه توګه نه وړاندي کوي.

د دوی په وینا ځیني ډاګټران ناروغانو ته د زیات درمل لیکلو تر څنګ، نسخه په داسي ډول لیکي چي يوازي يي دده درمل پلورنکي په پوهیږي او بل هيڅ څوک يي نسي ویلای.

دوی زیاتوي چی ډاکتران باید د انصاف څخه کار واخلي او د ناروغانو سره د ښه چلند تر سره کولو تر څنګ باید د ښه کیفیت لرونکي اعتمادي کمپنۍ درمل ورکول سي.

5

نه داچي د بي چاره او غریبو خلګو څخه يوازي د پیسو شکول وکړي او درملنه يي هم په سمه توګه ونه کړي.

نوموړي کسان وايي چي په ښار کي اوس هم د بې مسلکه ډاګټران چي په هیڅ رنځ نه پوهیږي د خلګو درملنه کوي چي باید د عامي روعتیا رياست لخوا يې پر فعالیت باندي بندیز ولګول سي.

په خصو صي روغتونو کي هم يو شمیر بستر ناروغان په ځيونو روغتیايي مرکزونو کي د غیري مسلکي روغتیاپالانو څخه شکایت کوي او وايي ځيني وختونه دوی او نور کسان د داسي روغتیاپالانو سره مخ سوي چي د دوی د ناروغ ناسم تشخص يي کړی او يا يي غلط درمل ورکړي چي د ستونزي د ليري کېدو پر ځای يې ناروغ ته ګڼي ستونزي پيدا کړي.

بلخوا د يو شمیر روغتونو مسولین وايي چي خلګو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندي کوي او د ناروغانو سره ښه چلند کوي د دوی په وینا چي په روغتونو کي يي مسلکي ډاکټران په کار ګمارلي او د ښه  کیفیت لرونکي کمپنۍ درمل ناروغاتو ته ورکوي.

6

نوموړي کسان د خلګو دا خبره ردوي چي ګوا کي ډاکټران په روغتونونو کي ناروغانو ته تر اندازې زیات درمل لیکي.

د کندهار د عامي روغتیا ریئس ډاکټر عبدالقیوم پخلا د ښاريانو انديښنې پر ځاي ګڼي وايي، په ښار کي يو شمیر خوصوصي روغتونونه غیر معیاري او روغتیايي خدمات يي دوی ته د قبول وړندي د ده په وینا په تیرو ختونو کي د خپلي دندي پر مهال يي د ټولو خصوصي روغتونو روغتیايي خدمات د نژدې څارل او هغوی ته يې لازمي لارښووني کړي تر څو په کارونو کي اصلاحات رامنځته او خلګو ته صحي خدمات په سمه توګه وړاندي کړي.

د ښاغلي پخلا په خبره هغه خصوصي روغتونونه چي خپل روغتیايي فعالیتونه پر معیار برابر نه کړي،نو دوی به يې پر فعاليت بنديز ولګوي.

د یادوني وړده چي په خصوصي روغتونو ،کلینکونو او معاینه خانو کي د غير مسلکي ډاکټرانو شتون ناروغانو ته د بي کیفیته درملو ورکول د ډاکټرانو لخوا د ناروغانو سره بد چلند او ناروغانوته زیات درمل لیکل هغه څه دي چی ډيری ناروغان يي د ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د درملني پر ځاي يي نور هم ناروغه کړي.

خبریال: عبدالقيوم شکوري

391 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...