په مصر کي پر جومات د بريد پرمهال ۲۳۵ کسان وژل سوي دي

ناپېژندل سوو ترهګرو د مصر د شمالي سيمي سینا په یوه جومات کي بمي او وسلوال برید کړی، چي ددغه هيواد د دولتي خبري اژانس د راپور له مخي پرمهال يې تر ۲۳۵ ډېر کسان وژل سوي او ۱۰۹ نور ټپیان دي.

1EBDB870-4926-4F7A-8E28-E525871C38CC_cx0_cy8_cw0_w1023_r1_s

عیني شاهدانو مصري رسنیو ته ویلي پېښه د جمعې د لمانځه پر مهال د بئر العبد په ښار کي سوې دهځایي پولیس وایي وسله وال په څلورو موټرونو کي راغلل او پر لمونځ کوونکو یې ډزي وکړې.

یوه رپوټ کي ویل سوي داسي معلومېږي، چي د برید هدف د امنیتي ځواکونو هغه پلویان وو، چي په دغه جومات کي یې لمونځ کاوه.

د مصر ایکسټرا نیوز ‘ نومي ټلویزیون راپور کي ویل سوي چي ولسمشر عبدالفتاح السیسي د امنیتي ځواکونو له مشرتابه سره د پېښې په تړاو خبرې کوي.

۲۰۱۳ کال کي چي مصري پوځ د هغه مهال ولسمشر محمد المرسي له واکه ګوښه کړ، دغه هېواد کي سخت دریځو وسله والو یو شمېر خونړي بریدونه کړي دي.

دغو بریدونو کي چي ډېری یې د سینا ایالت ډلي ‘ کړي سلګونه پولیس، پوځيان او ملکي کسان وژل سوي دي. د سینا ایالت ډله له اسلامي دولت نومې ډلي سره اړوند بلل کېږي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي “د خوله ماتوونکي غچ” اخیستو ګواښ کړی دیامنیتي سرچینې وايي، پوځ د هوايي ځواک په ملاتړ د سیناء په مرکزي او شمالي سیمو کي د ترهګرو پروړاندي بریدونه پیل کړيتر اوسه هېڅ کومي ډلي د برید مسؤولیت نه دی منلی.

605 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...