په زابل کي د ۱۴ تنه ځوانانو د واده ډلیزه مراسم ترسره سول

  ددغوځوانانو د ودونو مصارف په ولسي جرګه کي دزابل دخلکو داستازي عبدالقادر قلاتوال لخوا ورکول سوي.

قلاتوال وویل چي یاد کسان دزیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ وه او کلونه کلونه یې ودونه پاته وه چي ده ورسره مرسته وکړه.

 په ولسي جرګه کي دزابل دخلکو داستازي له لوري نن دهغو ځوانانو سره چي کلونه کلونه یي ودونه د زیات ولور او غریبۍ له امله پاته وه مرسته وسوه او دواده مراسم ترسره سول.

12

په ولسي جرګه کي دزابل دخلکو استازي عبدالقادر قلاتوال وویل څوارلس ځوانان چي کوزدې یې کړي وې، خو ودونه یې دڅو کلونو راهیسي دزیات ولور او د واده  د ډیر لګښت له امله پاته وه ورسره دنقدو پیسو مرسته وکړه او نن یې دنکاح او واده مراسم پرځای کړل.

نوموړي زیاته کړه چې غواړي دیوشمیر نورو ځوانانو سره هم ورته مرستي وکړي.

قلاتوال همدا راز زیاته کړه چي ډیري ځوانان پدې ولایت کي دزیات ولور، دواده زیات لګښتونو او بې ځایه رواج له امله یاهم بې کوزدې پاته دي او یاهم ودونه نسي کولاي.

11

نوموړي ددیني عالمانو او قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې دزیات ولور، بې ځایه لګښتونو او رواجونو د مخنیوي لپاره تبلیغ وکړي.

پرهمدې مهال هغه ځوانان او دکورنۍ غړي چې دواده لګښتونه ورکول سوي په ولسي جرګه کي دزابل دخلکو داستازي عبدالقادر قلاتوال څخه مننه کوي او دنورو وکیلانو، تجارانو هم غوښتنه کوي چې ورسره مرستي وکړي.

دیادونې وړده چې تر دې وړاندې دهیواد په نورو ولایتونو کې دا ډول ډلیز ودونه ترسره سوي، خودا په زابل کي لومړي ځل دی چې څوارلس ځوانان په یوه وار دخپل واده مراسم ترسره کوي.

خبریال: روزالدين ايازي

385 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...