په ایران کي زلزلې ۱۴۱ کسان وژلي او تر ۸۰۰ زيات یې ټپیان کړي

_98723359_952f1f5d-090c-465f-abc8-99dafd1adc05

د ایران په لوېدیځ او د عراق په شمال ختیځو سیمو کي زلزلې یوازي د ایران په کرمانشا ولایت کي ۱۴۱ کسان وژلي او د چارواکو په خبره تر اتو سوو ډېر یې ټپیان کړي دي.

د زلزلې کچه اووه عشاریه دوه ریختر درجې ښودل سوې چي کویت، ترکیه او اسراییل یې هم لړزولي ديزلزله د ایران په ځايي وخت د شپې ډېره ناوخته سوې، ځکه یې مرګ ژوبله هم ډېره ده.

د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې شمېر نور هم د زياتېدو په حال کي دیږ ویل کېږي د ایران په کرمانشاه ولایت کې ځاني او مالي تاوان ډېر دید زلزلې مرکز د ایران د پولي سره د کورواک کوردستان د حلبچه ښار سوېل ته ښوول سوی دی. ویل کېږي زلزله د ځمکې دمخ په ۳۳،۹ کیلومتره ژوروالي سره سوې ده.

324 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...