په اسلام کي د مسلماني ښځي منزلت او مرتبه

1muslim-family

ژباړه : محمد اکرم همت

ښځه په ټولنه کي ستر رول لوبوي او د مسؤليت په سرته رسولو کي دنارينه سره شريکه ګڼل کیږي، مګر مخکي له اسلامه ورته دحقارت په سترګه کتل کيدل. هغه مهال به يې له تکليفونو، ظلم، قهر او د دوی په حقونو د تيري او دکرامت له منځه وړلو سره ژوند کاوه، تر هغه ښځه پدې حالت کي وه، تر څو چي د اسلام سپيڅلی دين ظاهر سو، نو پس ښځې ته يې کرامت، درناوی او هر اړخيزه ټول حقونه ورکړل.

په اسلام کي دښځې منزلت او مرتبه:

اسلام ښځه په ډيرو امتيازونو سره مخصوصه کړې ده او په ټولنه کي يې مرتبه هم ستره ګرځولې او دا ټول هر څه پدې چي ښځه دوه ستر مسؤليتونه او کارونه ترسره کوي:

لومړی: ښځه د نارینه لپاره روحي، معنوي او حسي سکون بلل کيږي ترڅو خاوند ورسره د خپلې ستړتيا، او غمونو کمولو سره مطمئن ژوند وکړي.

دوهم : دولادت (حمل) تکليفونه، مشقتونه ګالل، همدا راز د مورتوب او د اولاد روزني او د هغوی جوړونې اوتياروني مسؤليت درلودل.

هغه امتيازات چي اسلام پرې ښځه مخصوصه کړې ده:

اول : اسلام ښځې ته د ستر قيادت اوهغې ته ورته مسؤليت معاف کړی دی او دغه ټول ستر بوج يې د نارينه پر اوږو اچولی دی، خو داممکنه ده چي د ضرورت په صورت کي نارينه له ښځې کومک وغواړي، هغه هم پداسي حال کې که چيرته ښځې وغوښتل.

دوهم: دجهاد له فريضې او د دښمن له مقابلې او په جنګ کي له جنګيدو يې معاف کړې ده، خو د وضاحت لپاره بايد ووايم چې دغه ټول يې ورته مباح ګرځولي دي.

دریم: د قاضي په وړاندي د شهادت (شاهدۍ) پرمهال يې تخفيف ورکړی نو ددې مسؤليت يې د نارينه نيم مسؤليت ګرځولی دی.
څلورم : د کور نفقې مسؤليت يې ورته معاف کړی دی او دغه ټول بوج يې
پر نارینه اچولی دی، چي پېل يې له مهر څخه کيږي او د اولادونو د احتياجاتو پوري يې لړۍ غزیدلې، پدې اساس چې پر ښځه زياتی ونسي.

په اسلام کي دښځو حقوق:

اسلام نارینه او ښځينه ته په ديني واجباتو، عباداتو کې مساوي حق ورکړی دی او همدا راز ښځه چې يې ځانګړې کړې او ډیر شرف یې وربښلی هغه دمور کلمه ده، چي مور يې ګرځولې او په جنت کې يې هم ستره درجه دمور ګرځولی ده.

اسلام ښځه په هغه څه مکلفه کړې په کوم څه يې چې نارینه مکلف کړی دی، پرته له هغو تکاليفو چې ښځه يې نسي ګاللای او يا يې د بيولوژي فيزيايي طبيعت سره په تصادم کې دي، مثلا لکه جهاد چې دا د ښځی د وس کار ندی.

اسلام پدې تأکيد کړی چي د ښځې طبيعت، نارينه طبيعت ته ورته  دی
په عباداتو کې دمساواتو خطاب چې په قران کریم کې دواړو ته راغلي دي.

مالي مسؤليت يې هم ښځې ته ورکړی دی دخاوند ټول ملکیت د ښځې سره دی او ښځه يې مالي مسؤله ده.

که څه هم ما غوښتل چې دغه هره خبره د قران او حديث په رڼا کې شرح کړم خو بيا هم د موضوع د اوږديدو له امله مې پدې اکتفاء وکړه هيله ده خويندې ورونه يې ولولي او استفاده ترې وکړي.

175 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د-غيــبت-له-ګناه-څخه-610x330

د غیبت له ګناه څخه خبر سئ!

مخکي له دې چي د غیبت په اړه وږغيږو، لومړی باید غیبت وپېژنو چي، غیبت ...