نوې سروې: افغانستان کي د راتلونکي لپاره هيلي ډېري سوي دي

_98753646_gettyimages-83762891

د اسيا بنسټ (اېشيا فونډېشن) وايي د افغانستان راتلونکي په تړاو د افغانانو هيلي د تېرکال پرتله سږ کال ډېري سوي دي.

د دغه ادارې له لوري تر سره سوې نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو وگړو ۳۳ سلنې ویلي چي هېواد يې پر سم لوري روان دی، چي د تېر کال په پرتله څلور سلنه زياتوالی ښیي.

د اسيا بنسټ سږني رپوټ لپاره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کي له ۱۰ زره کسانو سره خبرې سوي، چي نیمایي برخه یې ښځې دي.

امنیت، اقتصاد، حکومتولي، دولتي خدمتونه، ټاکنې، رسنۍ، د ښځو چاري او کډوالي هغه موضوعات دي، چي په اړه يې د خلکو نظر پوښتل سوی دی.

د پوښتل سوو ٦١ سلنې بيا د هېواد تگلوري په تړاو خوشبين نه دي، خو دغه سلنه تېرکال نژدې ٦٦ وهسروې ښوولې چي پر ملي وحدت حکومت هم د خلکو په باور کي څه د پاسه ٧ سلنه زياتوالى راغلى. پوښتل سوو ويلي د حکومت چاري په پرتله ييز ډول ښې سوي دي.

296 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...