محمد نبي د بنګلدېش په سیالیو کي کپټان سو

23244024_1717453318286983_7840822793796442339_n

محمد نبي د افغانستان د کرکټ په تاریخ کي لومړنی افغان لوبغاړی سو چي په تجارتي سیالیو کي د يوې لوبډلي مشري کويمحمد نبي له څلورو نورو افغان لوبغاړو سره د بنګلدېش په تجارتي سیالیو کي لوبه کوي. د محمد نبي په مشرۍ د کومیلا ویکټورین لوبډلي د سیلهت سکسر لوبډلي ته لوبه وبایلله.

د ویکټورین لوبډلي په ۲۰ اورونو کي د ۱۴۵ منډو هدف ورکړ، خو مخالفي لوبډلي سکسر دا هدف پوره او لوبه یې وګټله. دا د افغانستان د کرکت په تاریخ کي لومړنی ځل دی چي یو افغان لوبغاړی په بهرنیو مشهورو تجارتي سیالیو کي د کومي لوبډلي کپتان ټاکل کیږي.

له محمد نبي سره په ټیم کي بل افغان لوبغاړی راشد خان هم سته. محمد نبي په ننۍ لوبه کي په څلورو اورونو کي ۲۲ منډي ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه او په بیټینګ کي یې یوازي پنځه منډي وکړې.

راشد خان بیا په څلورو اورونو کي ۱۸ منډي ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه. د کومیلا ویکټورین د لوبډلي کپټان د بنګلدېش مشهور لوبغاړی تمیم اقبال دی، خو هغه ژوبل و او په نننۍ لوبه کي يې برخه ونسوای اخیستلاید ویسټ انډیز دوه مهشور لوبغاړي سمیول او براوو هم د کومیلا ویکټورین په لوبډله کي دي. دا د محمد نبي د لوبډلي لومړنۍ لوبه وهد بنګلدېش سیالۍ د جمعې په ورځ پیل سوې. سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدراڼ او ظاهر خان هم برخه لري.

449 ټول کتل سوی شمېر 10 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

140bd-1509292405-800.jpg.700x429_q85_crop-660x330

ويرات کوهلي او روهيت شرما نوي ريکارډونه جوړکړل

۱: ویرات کوهلي لومړی کريکيټر سو چي په دې کال کي ۲۰۰۰ چټکي منډي جوړوي. ...