له کور څخه د شيطان شړلو لاري

23905417_1887669864871144_2761329824715852524_n-565x330

شيطان هر وخت غواړي په کور کي فتنې رامينځته کړي او کورنی ژوند ګډوډ کړي . بالخصوص غواړي د خاوند او بي بي تر منځ اختلافاتو ته لمن ووهي تر څو دوی په کراره او د ميني او محبت په فضا کي ژوند ونسي کړای، کله چي د خاوند او بي بي تر منځ اختلافات رامينځه سول، له يوې خوا به يې اولاد په غم لړلی وي او له بلي خوا به د اولاد تربيې ته صحي پام نه کيږي، چي په دې سره به کورنۍ او بلاخره ټولني ته ستر تاوان پيښ سينو مسلمان او مسلماني بي بي ته لازمه ده چي لاندي شرعي لارښووني په نظر کي ونيسي :

اول د کور څخه د شيطان شړل :

اول : کور يا اتاق ته د داخليدو په وخت کي د الله تعالی ذکر ( بسم الله ) ويل ځکه کله چي د الله تعالی نوم واخستل سي، نو هلته بيا شيطان نسي تم کیدای او همدارنکه د سلام اچول .قال الله تعالى :-

فَإِذَا دَخَلْتُمْ بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً (61)النور

نوري دعا ګاني هم سته، د هغه ټولو ذکر لازم نه بولم مهم داده چي کور يا اوتاق ته د داخليدو په وخت د الله تعالی ذکر وسي .

دوهم د خوراک او څښاک په وخت د الله تعالی يادول (بسم الله) ويل:

جناب نبي کريم صلى الله عليه و سلم فرمايي : –

(إذا دخل الرجل بيته فذكر الله عز و جل عند دخوله و عند طعامه قال الشيطان : لا مبيت لكم و لا عشاء . فإذا دخل ولم يذكر الله قال : أدركتم المبيت. و إن لم يذكر الله عند طعامه قال الشيطان : أدركتم المبيت و العشاء)

کله چي سړی کور ته د داخليدو په وخت کي او د خوراک په وخت کي الله ياد کړي نو شیطان وايي: تاسي لره نه تخت سته او نه شپه .

او کله چي داخل سي او الله تعالی ياد نه کړي نو وايي : تخت او استراحت ځای مي پيداکړ او که د خوراک په وخت کي الله ياد نه کړي شيطان وايي: تخت او شپه مي پيدا کړل ( د شپې تيرولو ځای مي پیدا کړ.)

دريم د قرآنکريم ډير ډير تلاوت کول :

د قرآنکريم ډیر تلاوت کول خصوصاً د البقرې سورت تلاوت کول په کوم کور کي چي د البقرې سورت لوستل کيږي هغه کور ته شيطان نسي ننوتی.

عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال :-

(لا تجعلوا بيوتكم مقابر إن الشيطان ينفِر من البيت الذي تقرأ فيه سورة البقرة ) رواه مسلم ( 780.)

له ابی هريره رضی الله عنه نه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: تاسي د خپلو کورونو څخه قبرونه مه جوړوئ يقيناً په هغه کور کي چي د البقرې سورت لوستل کيږي شيطان له هغه کوره تښتي .

که يوازي د البقره ورستني دوه ايتونه د امن رسول …. تر پايه تلاوت سي هم کفايت کوي، د ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چي نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:: «من‌ قرأ بالآيتين‌ من‌ آخر سورة‌ البقرة‌ في‌ ليلة‌ كفتاه‌:

هر څوک چي د سورت بقرې ورستي دوه ايته د شپې تلاوت کړي، ده لره کافي دي (د هر شر او بلا دافع ګرځي)

څلورم: خپل کور د موسيقی او نورو لهو لعب څخه ساتل ځکه څوک سندري او موسيقي اوري له هغې څخه فريشتې ځي او شيطان ورته راځي.

پنځم : خپل کور د تصويرونو او مجسمو څخه پاک ساتل :

قال رسول الله صلي الله عليه وسلم : لا تدخل الملائكة بيتا فيه تصاوير أو تماثيل (مسلم 2112):-

په کوم کور کي چي تصاوير او مجسمې وي هغه کور ته پريښتې نه ننوځي .

همدارنګه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :…. لاتدخل الملائكة بيتاً فيه كلب أو صورة

هغه کور ته پريښتې نه ننوځي په کوم کي چي تصاوير او سپی وي .

شپږم د خپل نفس د شر نه پنا غوښتل :

د خپل نفس د شر نه سبا او بيګا پنا غوښتل

ځکه چي دا زمونږ د حبيب محمد صلی الله عليه وسلم عمل وو

( اللهم أني أعوذ بك من شر نفسي وشر الشيطان وشركه) علمنا حبيبنا محمد صلى الله عليه أن تعوذ من شر النفس قبل شر الشيطان ….

قال الله تعالى :-

(إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَحِيمٌ (53) يوسف

اوم د معوذتينو (قل اغوذ برالفلق او قل اغوذبرب الناس ) ويل

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا: أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم إِلَى فِرَاشِهِ كُلَّ لَيْلَةٍ، جَمَعَ كَفَّيْهِ ثُمَّ نَفَثَ فِيهِمَا، فَقَرَأَ فِيهِمَا: )قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ( وَ )قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ( وَ )قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ( ثُمَّ يَمْسَحُ بِهِمَا مَا اسْتَطَاعَ مِنْ جَسَدِهِ، يَبْدَأُ بِهِمَا عَلَى رَأْسِهِ وَوَجْهِهِ، وَمَا أَقْبَلَ مِنْ جَسَدِهِ، يَفْعَلُ ذَلِكَ ثَلاثَ مَرَّاتٍ. (بخارى:5017)

د بي بي عايشې رضی الله عنه نه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم دا عادت ؤ چي هره شپه به چي کله د آرام د پاره خپلي بستري ته تللو نو خپل دواړه لاسونه به يې يو ځای کړل او قل هو الله ، قل اعوذبرب الفلق او قل اعوذبرب الناس بې ولوستل بيا به یې په لاسونو باندي وپوکل بيا د کوم ځای پوري چي کيدله په خپل مبارک بدن به يې راکشول دا عمل به يې دری ځله تکرارولو .

ددې سورتونو ډير فضيلت ذکر سوی دی او ډيري ګټي لري د هغه ذکر دلته نسي کیدای، علماؤ پر دې ډير ټينګار کړی دی چي بايد هر مسلمان ددغه سورتونو تلاوت د ځان عادت جوړ کړي .

د ډيرو بلاوو د دفعي د پاره کفايت کوي د انسانانو او پيريانو له شر او وسوسو څخه همدارنګه د سحر او جادو د دفعې د پاره، ماشومان چي کله په خوب کي بيريږي يا ژاړی بايد دغه سورتونه ورباندي وويل سي .

71 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د-غيــبت-له-ګناه-څخه-610x330

د غیبت له ګناه څخه خبر سئ!

مخکي له دې چي د غیبت په اړه وږغيږو، لومړی باید غیبت وپېژنو چي، غیبت ...