له کندهاره تر امریکا د خیانت او غچ کیسه په سریال کي

D6008239-E5FA-46F6-9E5C-9CD68AD9F0CE_cx12_cy5_cw75_w1023_r1_s

دا لومړی ځل ندی، چي هالیووډ د افغانستان د جګړې په اړه فلم جوړوي،‌ خو یوه تازه خپور سوي سریال د ډیرو مینه والو پام ځانته اړولی دی.

جزا ورکونکی یا The Punisher په همدې میاشت کي د نټ فلکس لخوا نندارې ته وړاندي سو. د دغه ۱۳ برخېزه سریال اصلي کیسه له کندهاره پیلیږي چیري چي د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آې اې) او د پوځ ځانګړي ځواکونه یو افغان پولیس شکنجه کوي او وژني یې. احمد ذبیر پدې خاطر وژل کیږي‌ چي له کندهاره د مخدره توکو په قاچاق کي د سي آې اې د استازي په لاس لرلو خبر سيسریال په ټوله کي د خورا بوږنونکو زورزیاتیو او د خیانت، فساد او کرکي انځور ورکوي‌.

د سریال اصلي څیره فرنک کسل (جان برنتال) پخوا په کندهار کي د امریکايي ځانګړو ځواکونو په یوې کوچنۍ ډله کي و چي ماموریت یې د مهمو کسانو وژل دی، خو د دوی کړني له قانونه بهر غځیږي او آن د مخدره توکو قاچاق کوي.

امریکا ته له راستنیدلو وروسته فرنک کسل غواړي د خپلې میرمني او دوو ماشومانو سره پاته سي، خو ناپیژندل سوي‌ وسله وال کسان یې میرمن، زوی او لور ووژني. فرنک چي له روحي فشار (PTSD) سخت رنځ وړي، په یوازي سر په غچ اخیستلو پیل کوي او پدې لړ کي له هیښنونکو رازونو پرده پورته کوي.

د سي آې اې د پټو عملیاتو د څانګې مشر، ویلیام رالنز، د کندهار د ناقانونه عملیاتو اصلي مسوول دی خو د فرنک د سنګر انډیوال، بل روسو، هم خاین راوځي. رالنز او روسو د پیسو او قدرت په حرص کي نه یوازي ملي خیانت ته لاس اچوي بلکه خپل ملګري او همکاران هم وژني.

د سریال بله مهمه څیره دینا مداني (امبر روز ریوا) ده چي په خټه افغانه ښوول کیږي خو دا مهال د امریکا د کورني امنیت مشره ایجنټه ده. د مداني لمن په خیانت ککړه نده خو بل روسو یې خطا باسي او نږدې همکاران یې وژني. مداني وروسته د روسو په خیانت پوهیږي او د فرنک کسل سره پټه او څرګنده همکاري کوي.

د سريال په پای کي فرنک د رالنز په ګډون نږدي ټول ناولي کسان وژني، خو بل روسو سخت ټپی کړي او پولیسو ته یې وروسپاري.

جزا ورکونکی تخیلي سریال دی چي داستان او پیښې یې د سوداګریزي سینما لپاره جوړي سوي دي او له حقایقو سره هیڅ تړاو نلري، خو د دې ډول فلمونو لیدل ښايي د هغو کسانو لپاره چي د افغانستان د جګړې په هکله ژور شکونه لري، د لا شکاکیت اسانه فکري بستر برابر کړي.‌

د جزا ورکوونکي د ثبتولو چاري د ۲۰۱۶ کال په اکټوبر کي پیل او د ۲۰۱۷ کال په اپریل کي بشپړي سوي او د فلمونو څیړونکو دغه سریال ته له ۱۰۰ څخه ۵۴ نمرې ورکړي.

254 ټول کتل سوی شمېر 4 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

teknoloji-tasarim1

د ټیکنالوژۍ په برخه کي لس مخکښ هېوادونه

لیکنه: عبید ناصري په ۱۹۴۵زېږديز کال کي، کله چي دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده، ...