غوڅ ملاتړ ځواکونو بهرامچه کي د نشه يې توکو مرکزونه له منځه وړي دي

د هلمند ولایت مقام رسنیز دفتر وايي: په دې کار ځایونو کي زرګونه کیلوګرامه نشه يي توکي له منځه وړل سوي دي. بل پلو مارجې ولسوالۍ کي هم د سړک د خلاصولو عملیات روان دي. تر موسی کلا او زمینداور وروسته برايي شپه ناټو ځواکونو د بهرامچې سیمه کي د نشه یې توکو او وسله والو مخالفینو پر مرکزونو بمبار کړی دی.

a

د هلمند ولایت مقام رسنیز دفتر وايي: دغه بریدونه تېره شپه د بهرامچې پر هغه سیمه سوي دي، چي د نشه يې توکو کاروبار او پروسس پکښي کېدی. خبر ځای لیکلي، چي په همدې سیمه کي د طالبانو یو مرکز هم په نښه سوی دی، چي پنځلس تنه وسله وال پکښي وژل سوي او پنځه نور ټپیان دي.

سرچینه وايي، همدا برايي شپه د لښکرګا ښار څلورمه حوزه باباجي کي امنیتي ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت په مرسته د طالبانو پر یوه مرکز چاپه وهلې ده، چي پر مهال يې د صدام او رحماني په نوم د ډلګۍ مشرانو په ګډون لس تنه وسله وال له وسلو سره یو ځای ژوندي نیول سوي او لس نور وژل سوي دي.

aa

بل پلو د مارجې ولسوالۍ د لويي لاري د امن او ماینونو د کښلو عملیات لا هم روان دي. دغه عملیات چي مشري يې د دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو درستیزوال جنرال محمد غني ابرار کوي وايي، تر دوه کاله ځنډ وروسته يې خپلو ټولو سرتېرو ته پوره اکمالات کړي دي او ډېر ژر به هغه لاره، چي د طالبانو له خوا په لسګونو ماینونو پوښل سوي او وروان سوي وه، جوړه او د یوه دایمي امن څښتنه به سي.

aaa

ښاغلي ابرابر چي تر دوه کلن ځنډ وروسته يې د مځکي له لاري په مارجې کي کلابندو ځواکونو ته وینا کول وویل، چي ډېر ژر به هغه امنیتي سرتیري رخصتي ترلاسه کړي، چي وخت يې پوره سوی دی، هغه وویل، نور د اکمالاتو له اړخه ستونزه پای ته رسېدلې ده او پر وخت به د ملي اردو ټول سرتیري د مارجې او نورو سیمو ترمنځ تګ راتګ وکړي.

aaaa

د دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو قوماندان وايي دا ځل يې سرتیرو ډیری داسي سیمي له وسله والو مخالفینو تصفیه کړي، چي په تېر کي د ناټو ځواکونو پلي عسکرو يې هم ورتګ ته زړه نه ښه کاوه.  چارواکي وايي، د مارجې ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کي لا هم وسله وال مخالفین سته، چي امنیتي او دفاعي ځواکونه هم ګام پر ګام پرمختګ کوي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

492 ټول کتل سوی شمېر 4 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...