طالبان ولي دیني علماء په نښه کوي؟

1CF60B80-B68C-4B34-BA61-777463DA9B1A_w650_r1_s-650x330

له هغه ورځي چي ځینو پر هېواد مینو او حقیقت ویونکو علماوو په افغانستان کي روانه جګړه ناروا بللې ورسره سم د طالبانو کار خراب سوی او د جلب او جذب پروسه یې ټکنۍ سوې ده.

هغه علماء چي په ريښتني ډول په هېواد، ولس او اسلام مین دي او له دين ساتنه خپله اسلامي او ملي وجیبه ګڼي، خپل ږغ یې د طالب اوسنۍ جګړې په تړاو پورته کړی او په دې تړاو یې له قران کریم ایاتونه او له بخاري او مسلم احادیث راوړي چي د الله په کتاب او د پیغمبر په احادیثو یې خلکو ته ثابته کړې چي د طالب جګړه اسلامي اړخ نه لري او پروژيي ده.

علماء د دې ایات په تفسیر کي چي (من قتل نفسا متعمدا فهوا جزاء) لیکلي چي د هغو کسانو ځای دوزخ دی او سخته سزا به ویني چې یو کس قصدا قتل کړي، نو د طالبانو جګړه هم اوس په عامه ځایونو کي قتل عام دی او د پردیو د ګټو لپاره یې د اسلام مبارک دین سپر کړی دی.

کله چي طالبان پوه سول چي دیني علماء یې په ایاتونو او احادیثو سره جګړه ناروا یادوي او خلکو ته یې په ثبوت رسوي، نو د علماوو په وژنه یې لاس پورې کړ او تر ننه یې لسګونه هغه دیني علماء شهیدان کړي چې د دوی په تړاو یې حقیقت ویلی.

طالبانو باندي دا کار د پاکستان علماوو او څارګري ادارې تحمیلي وکړ، ځکه څارګره اداره پوهیږي چي که چیري خلکو ته د جګړې په تړاو دیني حقیقي مالومات ورسیږي، د جګړې لپاره بشري قوه ورته بیا نه پیدا کیږي.

ځکه پاکستاني علماوو او پلورل سوو طالبانو تر ننه ناپوه او جاهل کسان د دین په نوم لیکو ته جذب کړي او د افغان ولس او افغان ځواکونو پروړاندي یې جنګوي.

ځینې دیني علماء له دې بيري چي طالبان به یې هدف وګرځوي او و به یې وژني، حقیقت نه وایي، که نه د اوسنۍ جګړې په تړاو ټولو ته مالومه ده چي یوه پروژيي او استخباراتي جګړه ده چي ګټه یې نورو ته ځي.

طالب د ثواب لپاره دا هر څه نه کوي او خپله طالب مشران هم په دې پوهیږي چي دا جګړه یې د نورو د ګټو لپاره روانه کړې، خو هر هغه څوک له مخي لیري کوي چي پوه سي، د دوی د جګړې په وړاندي خنډ کیدای سي.

لیکوال : سيد منيب الله سادات

1274 ټول کتل سوی شمېر 16 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...