طالبانو اوبه خړي کړي او هر څوک پکښي ماهیان نیسي 

_98328201_gettyimages-817801856-1

ليکوال: عبدالمنان ياد

له هغه ورځي چي طالبانو په افغانستان کي بیا سر راپورته کړی او د جهاد په نوم یې جګړه پيل کړې او ډیر بې سواده او جاهل کسان یې خپلو لیکو ته جذب کړي، له همغې ورځي بیا له دې جګړې هر چا او هر هېواد د خپلو ګټو لپاره کار اخیستی.

هر هغه سیمه کي چي طالبان دي، هلته هره ورځ خلک وژل کیږي. له مرګ ژوبلي ور هاخوا د طالبانو جګړې له افغان ځواکونو، په ځانګړي ډول پولیسو څخه خپل اصلي مسوولیت پاته کړی او هر ځای د طالب د څارلو او کنټرول لپآره په کمين کي وي او ورسره په جګړه کي مصروف وي.

طالبانو د جګړې بستر برابر کړی، د نشه يي توکو کاروباریان پکښي په اسانۍ کولای سي د نشه يي توکو کاروبار وکړي او یوه برخه یې طالبانو ته هم ورکوي.

طالبانو د جګړې بستر برابر کړی، نورو ډلو ته یې د دې زمینه برابره کړې چي په ازادانه ډول فعالیت وکړي او افغانانو او د افغانستان د بربادۍ لپاره هر هغه څه یې چي په توان کي وي، وکړي.

نامسووله وسله والي ډلي چي د طالبانو ملاتړ ورسره دی، په زیاتو سیمو کي همدا اوس په کان کیندنه بوخت دي او په غیر فني ډول د افغانستان سرمایه نورو هېوادونو ته قاچاق کوي.

طالبانو اوبه خړي کړي او هر څوک پکښي ماهیان نیسي چي د افغان ځواکونو کار یې سخت کړی دی.

افغان ځواکونه به له چا سره جګړه وکړي او پر چا به قانون پلی کړي، طالبانو ځان سره په جګړه کي مصروف ساتلي او نوري جنګي او جنایت کاري ډلي په خلاص مټ جنایتونه کوي.

446 ټول کتل سوی شمېر 30 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

_98328201_gettyimages-817801856-1

وسله والو مخالفینو ته په خپلو کورونو ځای مه ورکوئ!

ددولت وسله وال مخالفین کوښښ کوي، چي دخلګو په منځ کي ځانونه پټ کړي اوملکي ...