راتلونکو درو کلنو کي به ۳۲ ميليونه ډالره کندهار کي دبیارغوني سکټور کي مصرف سي

دښارواليو چارو معين عبدالباقي پوپل ددې مطلب ترڅنګ دهيواد دټولو ولايتونو دښاروالانو ترمنځ ملي کنفرانس کي وويل چي کندهار ښاروالۍ اوس نړيوال باور تر لاسه کړی څلورو مهمو سکټورونو کي يې بې ساری پرمختګ کړی دی. کندهار والي وايي دلته يې ډېر کارونه د ولايتي ادارې د امکاناتو څخه په ګټه اخيستنه او د ولسي بارو تر لاسه کولو له امله کړي.

A

دهيواد دڅلور ديرشو ولايتونو ښاروالان چي دمطالعاتي سير په موخه کندهار ته راغلي پر دې بحث کوي، چي څنګه کولای سي خپلو ښارونو کي متوازن انګشاف رامنځته کړي او دستونزو په حل کي سلا مشورې شريکي کړي.

ددې کنفرانس ناسته چي دسې شنبې په ورځ دکندهار په ښاروالۍ کي وسول، دکندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا ترڅنګ دښارواليو چارو معين عبدالباقي پوپل، دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال، سکټوري رئيسانو او ټولو ښاروالانو ګډون کړی ؤ.

دکنفرانس پرانيستني وينا کي کندهار ښاروال ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه او دمرکزي ادارې يې مننه وکړل چي دښاروالانو ترمنځ دامهم کنفرانس يې کندهار کي داير کړ.

انجنير روښان ولسمل وويل دانه چي ددوی ترمنځ ناسته يو مطالعاتي سير او کنفرانس دی، بلکي دې کتنه کي به پر دې سلا مشورې تبادله سي چي څنګه کيدلای سي دهيواد ټولو ښارونو کي متوازن انکشاف رامنځته او ستونزو ته يې لاس رسی ممکن سي.

AA

دښارواليو چارو معين عبدالباقي پوپل هم وينا کي کندهار ښاروالي دهيواد په کچه مخکښه وبلل او په دې برخه کي يې دولايتي ادارې او خلګو هڅي وستايلې. ښاغلي پوپل وويل چي کندهار ښاروالي په ښه حکمتولۍ، خدماتو، دعوايدو په زیاتوالي او ظرفيت لوړوني په څلورو مهمو برخو کي تر نورو هغو مخکښه پاته سوې او په ملي کچه يې باور تر لاسه  کړی، چي په همدې هدف مر کزي ادارې لازمه وبلل، ترڅو دټولو ښاروالانو ترمنځ ملي کنفرانس کندهار کي جوړ کړي. پوپل وويل دوی هڅه کوي کندهار ته زیاتي مرستي راجلب او دلته داقتصادي ودي او انکشاف په موخه خلګو ته ګڼ کاري فرصتونه برابر کړي.

aaa

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا هم کنفرانس کي وينا وکړل او هغه ښاروالي يې بريالۍ وبلل چي دولس سره مشترکه ژبه پیداکړي. ښاغلي ويسا دکندهارښاروالۍ برياليتوب ته په اشارې وويل، چي ولايتي اداره دښاروالۍ سره په همکارۍ دټولو هغو اشخاصو په وړاندي يو طاقت ده چي غضب کوي او دښاري پراختيا خنډ ګرځي.

aaaa

دولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکريزوال کندهار کي دټولو ښاروالانو راټوليدل يوه ښه لاسته راوړنه وبلل او هيله يې وښوول، چي دکندهار ښه انځور به له ځان سره ولري.

هغه وويل د اولس په استازيتوب ولایتي ادارې ته ډاډ ورکوي، چي ولس د دوی تر شاه ولاړ دی او د ټولو فعاليتونو او راتلونکو پلانونو ملاتړ يې کوي.

aaaaa

دښاروالانو ترمنځ دغه ملي کنفرانس کي دکندهار پوهنتون رئيس داکټر حضرت مير توتاخيل او قومي مشر څارنوال محمد عسي خان هم خبري وکړې او دښاري پراختيا او په دې برخه کي يې دغه ډول ناستي پاستي خورا اغيزمني او مثبتي وبللې.

aaaaaa

دغه راز دراغلو ښاروالانو په استازيتوب دغور ښاروال محمد عارف قاضي زاده هم وينا کي دکندهار ښاروال او ميشتو ولسونو دميلمه پالني او اخلاص څخه مننه وکړل او ډاډ يې څرګند کړ چي دکندهار ښار خاطره به يې زړه کي تلپاته وي.

هغه وويل، چي دولت بايد د نورو ادارو ترمنځ هم داډول علمي او مطالعاتي کنفرانسونه جوړ کړي، ترڅو دهيواد دټولو قومونو ترمنځ ګډ کلتوري ميراثونه دولسونو ترمنځ شريک او ژوندی پاته سي.

aaaaaaa

ديادوني وړ ده چي ياد ملي کنفرانس به په چهار شنبه هم دوام ولري او په ترڅ کي به يې ټول ښاروالان يو دبل سره خپل مثبت او اغيزمن نظرونه شريک او په کندهار کي به درغيزو چارو څخه ليدنه وکړي.

راپور: نثار احمد احمد

1251 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...