د کېلې ۲۰ ښه او بد رازونه

speckled-bananas

د کېلې او انسان ډي این اې (DNA) ورته والی لري. کېلې هم راډیو اکتیف دي. که ۵۰ کېلې وخورئ؛ داسي ده لکه چې یو ایکسرې مو اخیستې وي.

د راډیو اکتیف وړانګي مضري دي.

په کېله کي د انسان د بدن په شان د اوبو سلنه (فیصدي) زیاته ده. په حقیقت کي کېله په سلو کي ۷۵ له اوبو جوړه سوې ده. کېلې په اصل کي سرې او شنې وي. خو دا ژېړي، چي نن سبا په نړۍ کي عامي دي، په ۱۸۳۶ م کال وموندل سوې.

دا مېوه ډېره ګټوره ده. حتی شرابیانو ته، چي ډېر الکول وڅښي او په سبا یې سردردي یا هېنګ اوور (hangover) لري، د سرخوږۍ د ختمېدو لپاره ګټه لري.

د کېلې پر پوستکي ښوېیدل اوږده سابقه لري. د نولس سوه نوي یمې لسیزي په پیل کي کېله د صحت لپاره بده ګڼل کېدله.

که د ستریس او ذهني فشار ستونزه لرئ، لا ډېرې کېلې وخورئ چي درسره مرسته وکړي. ویل کېږي چي کېلې د ذهني پریشانۍ او نا ارامۍ درملنه کوي.

کېلې عموماً هغه مهال له ونو راشکول کېږي چي لا رسېدلي نه وي او شنې وي. بازار ته تر راایستلو وړاندي د ایتیلین (ethylene ) په وسیله پخېږي.

په کلیفورنیا کي د کېلو د کلب په نوم یو موزیم سته چي یولکو ۱۷ زره ډوله کېلې پکښي ثبت سوي دي. په دې مېوه کي یو ډول پروتین سته چي بدن یې په (serotonin) بدلوي او دا انسان ته د ارامښت ورکولو سبب کېږي.

1322 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

0907E0DF-D64E-468B-8339-CFFABA738A54_w1023_r1_s

چین د نړۍ تر ټولو ستره ’ذوالحیاتین‘ الوتکه جوړه کړله

چین د نړۍ د تر ټولو ستري ذالحیاتین الوتکي بریالۍ الوتنه وکړه. د AG600 الوتکي ته ...