د کندهار مجلې د روان کال درېيمه ګڼه چاپ سوه

کندهار مجله د اطلاعات او فرهنګ رياست دوې مياشتنۍ خپرونه ده، په دې مجله کي بېلا بېل علمي، سياسي، هنري، ټولنيز، تفريحي، اقتصادي او ورته نور موضوعات خپريږي.

په کندهار مجله کي د هيواد د بېلا بېلو ليکوالانو، پوهانو او شاعرانو تحقيقي، علمي او ټولنيزي مقالې خپريږي، چي د روان کال درېيمه ګڼه ئې تازه له چاپه راوتلې ده.

د مجلې دغه ګڼه هم د کندهار او افغانستان د بېلا بېلو ليکوالانو مقالو او ګټورو ژباړو غني کړې ده، چي لوستونکي کولای سي، په مطالعه کولو سره ئې ګټور مواد تر لاسه کړي.

Capture

د ۱۳۹۶ کال درېيمه ګڼه مجله ۱۱۲ مخه لري، چي سرليکنه ئې د ( رسنيو مسئوليت ) ته ځانګړې سوې؛ په مجله کي د استاد محمد معصوم هوتک، ډاکټر نثار احمد صمد واصفي، استاد حيات الله رفيقي، حاجي نذير احمد او نورو وتلو ليکوالانو ليکني هم خپرې سوي دي.

کندهار مجله د اطلاعات او فرهنګ رياست تر څنګ د کندهار ښار په بېلا بېلو کتاب پلورنځيو کي تر لاسه کولای سئ.

نیوز څانګه

303 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...