د کندهار د اطلاعاتو کلتور رئيس وايي، هغه رسنۍ به بندي کړي چي غیر اخلاقي خپروني لري

د اطلاعاتو کلتور رئيس یادي څرګندوني د خبریالانو په جرګګۍ کي وکړې او زیاته یې کړه چي هره رسنۍ باید د رسنيو د قانون مطابق خپروني وکړي. بل لوري ته د نی ساحوي دفتر مسؤل زیاته کړه، چي په رسنیو کي د ستونزو د راپیدا کیدو لامل د مسلکي کسانو نه شتون دی.

aaaa

د کندهار په اطلاعاتو کلتور ریاست کي له دوه کلن ځنډ وروسته د خبریالانو جرګګۍ په دې ولایت کي د راډيوګانو د ځینو غیر اصولي خپرونو دنشر په موخه جوړه سوه چي پر مهال یې هغه رسنیو ته توصیه وسوه، چي غیر اخلاقي خپروني یې درلودې.

په کندهار کي د نی ساحوي دفتر مسؤل سمېع غیرتمل په رسنيو کي د ستونزو د رامنځته کېدو لامل دکارکوونکو ټېټ ظرفيت ګڼي. هغه وايي، هڅه کوي، چي د اطلاعاتو او کلتور رياست سره په ګډه همکاري د رسنيو د کارکوونکو په ظرفيت لوړونه کي کار وکړي.

aaa

دې ته ورته د کندهار د اطلاعاتو کلتور رئيس فضل الباري بریالي وویل، هغه رسنۍ چي د اساسي قانون او رسنیو د قانون خلاف خپروني کوي بندي به سي. ښاغلي بریالي زیاته کړه، چي د خبریالانو په جرګګۍ کي یې هغه رسنیو ته توصیه وکړه چي خپروني یې د ملی ګټو او ټولنیزو اخلاقو پر بنسټ نه وې برابري. د اطلاعاتو کلتور رئيس وویل، چي د رسنیو د څار په موخه یې پنځه کسیزه کمېټه جوړه کړه، ترڅو هغه راډيوګاني او نوري رسنۍ په نښه کړي چي خپروني یې پر معیار نه وې برابري.

a

د خبریالانو جرګګۍ چي دیارلس تنو غړو څخه جوړه سوې ده په هره میاشت کي یوه ناسته لري چي پر مهال یې په محلي راډیوګانو، تلویزیونونو، چاپي او انلاین رسنیو کي د ستونزو د لمنځه وړلو په موخه حل لاري ټاکي.

راپور: احمد شاه شاداب

1629 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...