د هلمند کرونده ګر: ویالې او کانالونه مو کارول غواړي

د هلمند کرونده ګر وايي له کلونو کلونو راهیسي ویالې او کانالونه نه دي کارسوې، چي له امله يي کښتونه د اوبو له کمښت سره مخ سوي دي.

بل پلو هلمند کي د اوبو لګوني د چارو عمومي رئیس وايي ، د یو شمېر ولسوالیو د کانالونو د جوړوني او رغوني لپاره يي طرحه چمتو کړې او که مرکزي دولت بودیجه ورکړي ، نو دوی به يي کار پیل کړي.

د هلمند څوارلس ولسوالیو اوسیدونکي یوازي په کرنه بوخت دي، دوی د هلمند سیند له اوبو څخه د خپلو مځکو د کر لپاره ګټه اخلي، خو له تېرو څو کلونو راهیسي کانالونه ، زابرونه ، او ویالې په ډېره کمه کچه کار سوي او جوړي سوي دي.

2

د هلمند کرونده ګر وايي: که د اوبو مدیریت سم سي ، زابرونه ، بغراوي او ویالې يي کار سي ، نو هم به د ټول وطن ځوانان پر کار سي او هم به تر ډېرو مځکوالو به اوبه ورسیږي.

دوی وايي ، د کانالونو د ویجاړ حالت له امله ډيری وخت اوبه ضایع کیږي، او د خلکو له ګټي وزي.

دا خلک غوښتنه کوې، چي دولت باید د نورو کرنیزو برخو د پیاوړتیا ترڅنګ د کانالونو د پاکوني او بیارغوني برخې ته هم پوره پاملرنه وکړي.

خو هلمند کي د اوبو لګوني رئیس انجنیر خان اغا وايي: د ویالو او زابرونو کارول تر ډېره د ولسونو د اشر له لاري ښه پاکیدلای سي، خو دا چي له څو کلونو راهیسي اوس ګڼ شمېر ویالې او زابرونه له خټو ډک سوي دي، نو پکار ده، چي د بیارغوني لپاره يي دولت بودیجه مصرف کړي.

1

دی وايي، د هلمند د یوشمېر ولسوالیو د کانالو د بیارغوني او ترمیم لپاره يي وړاندیزونه کړي، او که د مرکزي دولت له خوا بودیجه سږ کال ورکړل سوه، او او وړاندیزونه يي منظور سوه ، نو دوی به سمدستي کار پیل کړي.

د اوبو لګوني د تنظیم د چارو مسئولین وايې، سږ کال کجکي بند کي د اوبو کچه له اویا مترو څخه درې پنځوس ته راټېته سوې ده.

چي د اوبو دې کمښت د برېښنا ظرفیت هم ټیټ کړی، یاد مسئولین وايي: که سږ کال بارانونه ونه اوري ، نو ښايې کرونده ګر نور هم له ستونزو سره مخ سي.

خبریال: عبدالرحيم مطمين

399 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...