د ملي دفاع سرپرست وزیر: د عملیاتو لړۍ به د هلمند تر شمالي ولسوالیو ورسیږي

د ملي دفاع وزیر وویل: هلمند کي د ځواکونو ترمنځ قوي همږغي سته او دوی به په نږدې وختونو کي جګړیز عملیات تر یو شمېر نورو ولسوالیو وغځوي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي پرون د هلمند ښوراب پوځي اډې ته راغلی، او هلته يې د هلمند د امنیتي او دفاعې ځواکونو له قوماندانانو سره لیدنه کتنه وکړه.

له سرتیرو او افسرانو سره تر کتني او خبرو وروسته يي پوځي غونډه کي ګډون وکړ، او د دې ولایت د امنیتي وضعیت په باب يې د دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو قوماندان او د پوځي شورا نورو غړو څخه د امنیتي وضعیت په اړه مالومات ترلاسه کړه.

23435093_912508622232603_4358207806819025815_n

د نظامې شورا غړو ورستي عملیات، چي په نادعلي، ناوې او ګرشک ولسوالۍ کي ترسره سوي وه، د بریالیتوبونو ډک وبلل، او د جګړیزو عملیاتو د دوام لپاره يې د خپل پوره چمتوالي ډاډ څرګند کړ.

دغه راز يي د امنیتي او دفاعې ځواکونو په لیکو کي د اړتیاو د پوره کولو په اړه خپلي غوښتني هم ملي دفاع وزیر ته وړاندي کړې.

ځايې امنیتي مسئولینو وویل: په تېر کي د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره يې پلانونه بشپړ دي او د دې عملیاتو لپاره يې پوره چمتوالی او امادګي نیولې ده.

_DSC0246

د ملي دفاع وزریر ډګر جنرال طارق شابهرامي د امنیتي ځواکونو ترمنځ همږغي او په ورستیو عملیاتو کي د امنیتي ځواکونو قربانۍ او سرښندنې وستایلې او ژمنه يې وکړه، چي د هلمند د امنیتي وضعیت د سمون لپاره به د مسئولینو ټولو غوښتنو ته رسېدګي وکړي.

3

د ملي دفاع سرپرست وزیر وویل: ډېر ژر به د هلمند امنیتي پوښښ تر ډېرو نورولسو الیو ورسیږي، او د دې لپاره پوځي تشکیلات او تجهیزات په کافي توګه چمتو سوي دي.

دغه راز يې د ملي امنیت د پارتيزاپي ګرپونو د هغو سرتیرو کورنیو ته  د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا سوې نقدي مرسته وسپارل، چي څه موده وړاندي په تېروتنه د ملي اردو د چورلکو په برید کي وژلي سوي وه.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

289 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...