د زرګونه مسلمانانو قاتل راتکو ملادېچ عمري زنداني سو

_98859803_877392844

د بوسنیايي ځواکونو پخوانی قومندان راتکو ملادېچ چي په ۱۹۹۰ کال کي د مسلمانانو په نسل وژنه او نورو جنایتونو تورن و، په عمري بند محکوم سو. ملادېچ چي دمګړی ۷۴ کلن دی، د بوسنیا د قصاب په نامه پېژندل کېدی.

نوموړی د صربرینیکا او سرجیوو د کلابندولو پر مهال د پوځ مشر و چي بوسنیايي مسلمانان یې په ډله ییزه توګه ووژل.

د ملګرو ملتونو اړوندي محکمې نوموړی د یوولسو تورنو له ډلي په لسو کي ښکېل بللی دی. د ملادېچ په اړه چي محکمې پرېکړه کوله، نوموړی له تالاره ایستل سوی و. ملادېچ له دې امله د محکمې له انګړه و ایستل سو، چي پر قاضیانو په غوسه سوی و.

ملادېچ په ۱۹۹۰ کال کي د بوسنیا د صربي ځواکونو قومندان و چي د بوسنیا کراوټ او بوسنایک ځواکونو پر وړاندي یې جګړه کوله. محکمې موندلي چي ملادېچ په ۱۹۹۵ کال کې په صریبرینیکا کي د ماشومانو او غټانو په ګډون د ۷۰۰۰ کسانو په ټول وژنه کي لاس لري. دا په اروپا کي تر دوهمي نړیوالي جګړې را وروسته تر ټولو ستره عام وژنه ګڼل سوې ده.

x

دا هم وګورئ

مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار ...