د بشرحقونو په کندهار کي د کوچنيانو پر وضعيت اندېښنه وښوول

د نومبر شلمه، چي د ماشومانو د نړيوالي ورځي سره برابره ده، د چهارشنبې په ورځ د بشر حقونو خپلواک کميسيون او دپنجوايي ولسوالۍ د مسولينو له لوري د يادي ولسوالۍ په شمس الدين کاکړ ليسه کي ولمانځل سوه. د غونډي پر مهال د بشرحقونو سيمه ايز دفتر مسؤلينو د کوچنيانو پر اوسني وضعيت اندېښنه وښوول او ژمنه وسوه، چي د ښه کېدو لپاره به يې په ګډه هلي ځلي کوي.

23754762_2451618455064141_7990263535533330243_n

غونډي ته د پیل په وينا کي د بشر حقونو د خپلواک کميسيون د ماشومانو د څانګي مسؤل شمس الدين تنوير وويل، چي د ماشومان اوسني وضعيت د انديښنې وړ دی او په وينا يې، چي د ماشومانو د ژوند کولو په وړاندي، ښووني او روزني او روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسی، د هر ډول زيان لکه تښتونه، قاچاق، جنسي ناوړه ګټه اخيستنه، په وسلوالو شخړو کي ورڅخه استفاده، د قانوني سن تر پوره کيدو مخکي ورته واده کول، شاقه کارونه، سوال او فقر کول او د مخدره توکو په رانیولو، خرڅولو او استعمالولو کي ورڅخه استفاده کول د دوی په وړاندي ستري ننګوني دي، چي په وينا يې پدې برخه کي د ټولني هر غړی، دولتي ادارې او ذ دخل ارګانونه مسؤليت لري، چي د ماشومانو حقوق ورته خوندي او ورکړي.

23722405_2451619345064052_1190263735689468069_n

د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي پخپلو خبرو کي وويل، چي د ولسوالۍ په سطحه هڅي کوي، تر څو ماشومانو ته د روغتيا، پوهني او بیلابیلو نورو برخو کي لازمي اسانتياوي رامنځ ته کړي او کوښښ کوي، چي د ولسوالۍ په سطحه د ماشومانو حقوق خوندي او ورکول سي.

ښاغلي اسحاقزي پخپلو خبرو کي وويل، چي د پنجوايي ولسوالۍ امنيت تر بل هر وخت تامين او ډاډمن دی او هره اداره کولاي سي، په ولسواليو کي خپلي خاصي ورځي په شاندارو مراسمو سره ولمانځي.

23795490_2451619328397387_9027800428566708913_n

په افغانستان کي د ماشومانو نړيواله ورځ پر داسي وخت لمانځل کيږي، چي ملي او نړيوالو ادارو د ماشومانو د وضعيت په اړه اندیښنه ښودلې وه. د بشر حقونو د سروې له مخي شپږ نیم ميليونه ماشومان د بې وزلۍ سره مخ دي او په همدې ترتیب د ملګرو ملتونو غذايي سازمان ۴۰ سلنه افغان ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ بللي دي.

23795729_2451620198397300_1446845607185257530_n

د هيواد د پوهني وزارت خبر ورکړي، چي لاهم درې نیم ميليونه ماشومان د زده کړو څخه بې برخي دي او همداراز د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د خپلو خپرو سوو ارقامو له مخي ويلي، چي ۱۰۰ زره ماشومان په نشه يي توکو روږد دي او په څنګ کي يې د کار ټولنيزو چارو وزارت د سروې له مخي په هيواد کي دا مهال ۱ اشاريه دوه ميليونه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.

راپور: احمد بهير احمدي

814 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...