د برتانیا لومړۍ وزیري روسیه په ټاکنو کي په لاسوهنه تورنوي

_98756889_9ae4af19-394b-47a8-8e11-92667be8c61e

تریزا مۍ د لندن ښاروالۍ مېلمستیا کي مهمو سوداګرو ته په وینا کي وویل، د ویلادیمیر پوتین حکومت د ازادو ټولنو د کمزورولو هڅه کوي.

د روسیې حکومت په رسنیو کي په ناسمو رپوټونو خپرولو سره د درز اچولو هڅه کوي، خو سره له دې چي برتانیا له روسیې سره پرلپسې ټکر نه غواړي، بیا هم له خپلو ګټو دفاع کوي“.

د مېرمن ( مۍ ) دا څرګندوني د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له وروستیو څرګندونو سره په ټکر کي دي چي ویلي و، په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کي د روسیې پر نه لاسوهنه باور لري.

د برتانیا دلومړۍ وزیري په خبره، مسکو له لوېدیځ سره ښه ملګری کېدلای سي، خو په دې شرط چي قانوني چلند وکړي.

د برتانیا لومړۍ وزیري زیاته کړه، چي هېواد یې له اروپايي ټولنې بېل سوی او پر نوې لار روان دی، خو د ناټو په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

مېرمن مۍ وویل، له اروپايي ټولنې سره داسي پیاوړی اقتصادي شراکت غواړي چي اروپا کي د روسیې د ګډوډۍ رامنځ ته کولو مخه ونیسي.

168 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...