د افغانستان ښاروالانو د کندهار ښار څخه ليدنه وکړه

د هيواد د ټولو ولايتونو ښاروالان د سه شنبې په ورځ کندهار ته راغلل؛ د هغوی د راتګ موخه په کندهار ښار کي د روانو پروژو څخه ليدنه او يو د بل سره د تجربو شريکول دي. کندهار ته د راغلو ښاروالانو تود هرکلی وسو، ميلمستياوي ورته جوړي سوې او د ښار بېلا بېلي برخي ئې وکتلې. تېره شپه د هيواد ټول ښاروالان د ملي سوداګر حکمت الله ښادمن مېلمانه وه، مراسم ورته نيول سوي وه، ټنګ ټکور او تمثيلي پارچه هم ترسره سوه.

aa

د افغانستان د ټولو ولايتونو ښاروالانو د سه شنبې شپه دلته تېره کړه، دا ځای په عينو مېنه کي د لوبستان په نوم هغه جمنازيم دئ، چي د ملي سوداګر حکمت الله ښادمن له لوري جوړ سوی دئ.

د ښاروالانو لپاره په دې ځای کي ميلمستيا جوړه سوې وه، ټنګ ټکور پروګرام، تمثيلي پارچه، د ورزشکارانو بېلا بېل نمايشونه او ځيني نور مراسم هم ترسره سول. کندهاريانو راغلو ميلمنو ته لونګوټې ور وتړلې او د هغوی ئې تود هرکلی وکړ.

د چهار شنبې په ورځ بيا ښاروالان د کندهار ښار تاريخي ځايونو ته ولاړل او د يو شمېر روانو پروژو څخه ئې هم ليدنه وکړه. ښاروالان د کندهار ښار په پرمختګونو ډېر خوشاله دي، په خبره ئې په کندهار کي د افغانستان په کچه مهم پرمختګونه سوي.

aaaa

هغوی يادونه وکړه، چي د کندهار ښاروالۍ د کړو فعاليتونو څخه ئې ډېر څه تر لاسه کړه او په خپلو ښارونو کي به هم د کندهار په څېر ځيني پروژې پلي کړي.

ښاروالانو د کندهار ښاروالۍ له بېلا بېلو څانګو څخه هم ليدنه وکړه، د مامورينو سره ئې خبري وکړې او د کارونو په اړه ئې ورسره وږغېدل. د ښاروالانو په استازيتوب د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د ښارواليو چارو معين عبدالباقي پوپل خبري وکړې. نوموړي په کندهار کي د سوو پرمختګونو ستاينه وکړل.

aaa

د ښارواليو چارو معين عبدالباقي پوپل يادونه وکړه، چي په کندهار کي د مخابراتو پر مخامخ د نوي جوړيدونکي سړک په استملاک کي ځيني ستونزي موجودي دي، چي په خبره ئې د ښارواليو د معينيت له لوري به دې ستونزي ته جدي پام وسي او حل لاره به ئې ولټول سي.

ښاغلي پوپل پر يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبري وکړې، په خبره ئې د کندهار ښاروالۍ د ښو فعاليتونو په خاطر به د دې ولايت د ښاروالۍ ډېري ستونزي ور حل کړي.

د يادولو ده، چي د هيواد د ټولو ولايتونو ښاروالان کندهار ته د درو ورځو لپاره په يوه رسمي سفر راغلي، چي له دې ځايه تر لاسه سوي تجربې به په خپلو سيمو کي هم په کار واچوي.

ويس ارین

913 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...