دوو سلیزو افغان لوبډله پر اماراتو برلاسې کړه

_98993181_bfef936e-047e-4e0b-aeb5-0b591b0902be

احسان الله جنت او رحمت شاه د افغانستان له لوري سلیزي وکړې او متحد عرب امارات یې د دې څلور ورځنۍ لوبي په لومړۍ ورځ د سرخوږي سره مخامخ کړلهپچه د اماراتو کپتان وګټله او افغان لوبډله یې منډو ته وبلله.

پر داسي میدان چي د عربو تاوده لمر پکښي بالرانو ته ډېر څه نه وي پراېښي یوازي سهار داسي وخت وي چي منډه جوړونکي پکښي له ستونزو سره مخامخ کېدای سي.

خو اصغر ستانکزي د پچې تر بایللو وروسته وویل لومړی یا دوهم بېټنګ کوم لوی توپير نه لريافغانستان د پيل لوبغاړی جاوید احمدي، چې په تېره لوبه کي یې له هانګ کانګ سره سلیزه کړې وه، ژر له لاسه ورکړ.

خو احسان جنت او رحمت شاه د ۱۹۴ منډو ملګرتیا وکړه او ورسره یې د اماراتو د بالېنګ هیلې له خاورو سره خاوري کړېرحمت شاه د خپلو ښکلیو او کتابي شارټونو په مټ تر احسان الله جنت وړاندي سلیزه بشپړه کړه. خو له سلیزې سره سم وسوځېد.

له احسان الله جنت سره اصغر منډو ته راغی. احسان الله جنت هم بې له کومې ستونزي سلیزه بشپړه کړه او له ۱۲۴ منډو وروسته وسوځېد.

اصغر د ورځي په پای کي پنځوسیزه بشپړه کړه او ناصر جمال هم د پای څو توپونه ولوبولافغانستان اوس ۳۲۱ منډي لري او یوازي درې لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

_98993183_fc5aaaea-10a6-465e-946b-a9179918459f

په دوهمه ورځ به افغانستان ښايي یو نیم یا ۲۰۰ نورو منډو ته په تمه وي چي په ښه سرعت یې هم ترلاسه کړيراشد خان، ظاهر خان، محمد نبي، دولت ځدراڼ او یامین احمدزی به د اماراتي بالرانو په پرتله ښايي پر دې میدان ډېر وځلېږي.

که افغانستان په دې لوبه کي بری وموند او یا يې داسي مساوي ختمه کړه چي په اول نمبر کي یې تر اماراتو ډېري منډي ولرلې نو د لویو وچو دا اتلولۍ به هم وګټي.

په دوهم مقام کي ایرلنډ داسي ښکاري چي له سکاټلنډ سره لوبه کي د ستونزو سره مخامخ دی. هغوی یوازي ۲۵۱ منډي وکولای سوې.

د اتو هېوادونو په دغو سیالیو کي دا وروستۍ لوبي ديپه لومړیو شپږو لوبو کي افغانستان په پنځو بریو او یوې مساوي لوبي ټول ۱۰۱ پواینټونه لري خو ایرلنډ یوازي ۸۹ پواینټونه ترلاسه کړي دي.

482 ټول کتل سوی شمېر 4 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...