دنامطلوبو مصارفو دمخنيوي اړوند يولس ورځني ورکشاپ پيل سو

دغه ورکشاپ چي يولس ورځي به دوام وکړي پرمهال به يې دجنوبي ولايتونو دمستوفیت اونورو عايداتي ادارو مامورينو ته دنامطلوبومصارفو دمخنيوي اړوند لاري چاري وښودل سي.

مرستيال والي عبدالحنان منيب د دغه ورکشاپ دپرانيستي پرمهال دورکشاپ دټولو برخوالو څخه وغوښتل چي دظرفيت لووړوني  ددغه زدکړو څخه په ښه توګه استفاده وکړي څو په دې سره مو اداري سستم نور هم پياوړی سي.

23754788_1576615275737190_658357514686039091_n

د دوشنبې په ورځ دکندهار ولايت دمستوفيت رياست دغونډو په تالارکي دمالي وزارت لخوا د ظرفيت لوړوني آمريت په مالي لګښت دکندهار ، زابل او اروزګان دعوايدو دکارمندانو دظرفيت لوړولو په موخه دنامطلوبو مصارفو دمخنيوي په برخه کي یولس ورځي په عملي توګه هر اړخيزه زده کړي ورکړل سي

ددغه ورکشاپ دپرانيستي پرمهال دولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب دغه ډول دظرفيت لوړوني پروګرامونه خورا ګټور ياد کړه اوټولو برخوالو څخه يي وغوښتل چي په ښه توګه استفاده تري وکړي څو ددغي لاري مواداري سيسټم پياوړی سي.

23622401_1576615049070546_4899605574529383106_n

دکندهار ولايت مستوفي محمد ظاهر عبادي بيا وويل ددغه ډول ورکشاپونو په پلي کيدو سره به ترډيره اداري سيسټم کي نور هم زيات اصلاحات رامنځ ته سي او تر ډيره به دنامعلومو مصارفو مخنيوي سوي وي.

باید وويل سي چي تر دې مخکي هم دمستوفيت اودعايداتي ادارو مامورينوته په اداري سيسټم کي داصلاحاتو اوشفافيت د ړونوالي په موخه دظرفيت لوړوني بيلابيلي عملي زدکړي ورکول سوي.

خبریال: سيدستارمهتابي

174 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...