دترکمنستان هيواد دتعليمي بورسونو لپاره د دوولسم ټولګۍ له ۱۰۰ تنو فارغينو ازموينه واخستل سوه

ترکمنستان هيواد ټول ټال ۳۰ تعليمي بورسونه افغانستان ته ورکړي دي، چي ۱۵ يې يوازي دکندهار والي په هڅو دکندهار لپاره ځانګړي سوي دي. د سې شنبې په ورځ  په ولايت مقام کي د يادو تعليمي بورسونو لپاره د دوولسم ټولګۍ له سلو تنو نارينه او ښځينه فارغينو څخه ازموينه واخستل سوه، چي له جملې به يې هغه کسان بريالي سي، چي وړتيا يې ولري.

a

دترکمنستان هيواد دغه ۱۵ تعليمي بورسونه، چي دکندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا په ځانګړو هڅو دکندهاري ځوانانو لپاره برابرسوي دچهارشنبې په ورځ د دوولسم ټولګۍ د ۱۰۰ تنو هغه نارينه او ښځينه فارغينو ازموينه واخيستل، چي دخپل ټولګۍ اول نمره، دوهم نمره او درېيم نمره وه.

په ازموينه کي هغه ځوانانو هم برخه اخيستې وه، چي دتېرکال په کانکور کي يې لوړه نمره وړې وه خو دغلت انتخاب له امله بې پايلي اعلان سوي وه. دازمويني سوالونه دکندهار والي په مشرۍ دټاکل سوي کمېټې له خوا جوړسوي وه.

دازمويني څخه کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا، دولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، ولايتي شورا غړو او دازمويني لپاره دټاکل سوي کمېټې غړو نظارت کاوه.

د کندهار دبشري سرچينو رئيس عزيز احمد شيخل ديادو تعليمي بورسونو په تړاو معلومات وړاندي کړه . ښاغلي شيخل وويل ترکمنستان هيواد ټول ټال ۳۰ تعليمي بورسونه افغانستان ته ورکړي دي، چي پنځلس يې دکندهار والي په ځانګړو هڅو دکندهاري ځوانانو لپاره برابر سوي دي.

aaa

کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا، چي خپله ازموينه دنژدې څارل وويل ولايتي اداره کوښښ کوي، چي کندهاري ځوانانو ته په خارجي او داخلي کچه دلوړو زدکړو زمينه برابره کړي.

ښاغلي ويسا له ځوانانو وغوښتل، چي د دغه فرصتونو څخه سالمه ګټه پورته کړي او لوړو زده کړو ته مخه کړي ځکه تعليم د روانو ناخوالو دحل يوازينۍ لار ده .

کندهاروالي دازمويني دشفافيت په تړاو هم ډاډ وړاندي کړ او زياته يې کړه، چي د دې ازمويني لاري به يوازي هغه ځوانان بريالي کيږي، چي ازموينه کي يې لوړه نمره وړې وي اوديادو بورسونو لياقت ولري.

aaaa

په دې وروستيو کي ولايتي ادارې دښوونيز ډګر دقوي کېدو او ځوانانو ته د زده کړو دبرابرېدو په موخه جدي هلي ځلي پيل کړي، ترڅو کندهار يوځلي بيا دهغه شان او شوکت خاوند کړي، چي په تيرو وختونو کي يې ساری نه ليدل کېده .

راپور: ولي محمد انوري

1889 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...