دالقاعده شبکې نوی مشر، که نانځکه؟

ليکوال: محمد عمر وحدت

دالقاعده د نړیوالي تروریستي شبکې د مشر اسامه بن لادن دمړني وروسته، چي دچارو واګي ایمن الظواهري ته وسپارل سوې، نو په پرله پسې ډول د ډیرو ناکامیو سره مخ سوه، ځکه دده سره هغه ملیونونه ډالر نور نه وه، چي اسامه به درلودل، داسامه شتمني دهغه دنا اهله کورنۍ لخوا په عیاشیو او د خوښیو په رنګارنګ محفلونو کي مصرف سوه، که څه هم ایمن الظواهري کوښښ وکړ، چي پيسې پیداکړي او خپله ډله بیا راټوله کړي، خو ونه توانیدی.

ایمن الظواهري حتي دپيسو دپیداکولو لپاره دبا رسوخه او سوداګرو خلګو په تښتولو هم سرفه ونه کړه، خو بیا هم القاعده شبکه ونتوانیده تر څو خپله ډله منسجمه کړي، دالقاعده دسړي تښتوني په اړه تیره میاشت د فرانس پریس اژانس ليکلي وه: القاعده پوري مربوطو نورو تنظیمونو په ځانګړي ډول ددوی دشمالي افریقا څانګي او AQIM یا القاعده په اسلامي مغرب کي تنظیم، ترکلونو کلونو پوري دپیسو د لاس ته راوړلو لپاره خلک تښتولي دي او القاعده سره اوس هم څلورهغه فرانسویان برمته دي، چي په تیر سپتمبر میاشت کي یې په شمالي نایجريا کي نیولي وو او همدارنګه په جنوبي نایجیریا کي په فبرورۍ میاشت کي یو تښتول سوی ايټالوی هم تر اوسه له دوی سره دی.

Capture

خو اوس القاعده شبکي یو بل ناکام کار وکړ، چي داسامه بن لادن یو ځوان، بې تجربې او عیاش زوی حمزه بن لادین يې دخپلي ډلي مشر  وټاکی، د حمزه بن لادن په هکله دنظر خاوندان وايي، چي حمزه به دشبکې رهبر نه بلکي دیوې نانځکي په شان به د الظواهري په لاس کي لوبیږي هر څه، چي الظواهري وايې هغه به کوي او دتیرو تجربو څخه دا هم څرګنده ده، چي الظواهري یو ناکام شخص دي.

په دې وروستيو کي، چي کوم اسناد افشا سوي د واده په يوه ويډيو کي داسامه بن لادن زوی حمزه اسامه ليدل کيږي، چي د راډيو مخ ته ناست دی، د واده په دغه ويډيو کي حمزه بن لادن عياش، مست او مستریح معلوميږي په داسي حال کي، چي دوی ددغه ډول محفلونو دجوړولو پخاطر نور خلک وژني،

دا دالقاعده شبکې دناکامۍ نښه ده، چي حمزه بن لادن يو ځوان او بې تجريبې شخص د دوی مشري پر مخ وړي ځکه دوی ته بل هيڅ څوک نه دی پاته، چي د دې ډلي مشري په غاړه واخلي.

A

القاعده شبکې هم لکه دنورو فاسدو ډلو په شان حمزه بن لادن دخپلي کورنۍ په خاطر د دې شبکې دمشر په توګه وټاکی،  که څه هم دی دافغانستان څخه وتښتېدی او دخپل پلار ميليونه پيسي يې دځان په ساتنه او عياشۍ مصرف کړې په داسي حال کي، چي د دې شبکې نورځوان غړي ،چي دمشرۍ لپاره ځانګړی سوي وه ياخو هم ترور سوه او ياخو هم بنديان سوه.

الحمدالله دالقاعده شبکه دنورو هېوادو تر څنګ په افغانستان کي هم بیخي له منځه تللې او نور دفعالیت وړتیا نلري اوس هر افغان ته دا معلومه ده، چي موږ به هغه وخت یوهوسا او ډاډمن ژوند ولرو څو په خپل هېواد کي مو په ګډه او یوالي سره وهر ترهګر، تروریست او پرديپال ته غاښ ماتونکی جواب ورکړی وي او هر اوسیدونکي مو دهېواد په بیا رغونه او سمسورتیا کي برخه اخیستې وي. 

ومن الله توفیق

509 ټول کتل سوی شمېر 7 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1CF60B80-B68C-4B34-BA61-777463DA9B1A_w650_r1_s-650x330

طالبان ولي دیني علماء په نښه کوي؟

له هغه ورځي چي ځینو پر هېواد مینو او حقیقت ویونکو علماوو په افغانستان کي ...