امریکا پاکستان ته د حافظ سعید د خوشي کېدو په سبب خبرداری ورکړ

1104

د امریکا حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړ، چي که د لشکر طیبه د بنسټ اېښودونکي او د جماعة الدعوة مشر حافظ سعید، بېرته ونه نیسي، د دوو هیوادونو پر اړیکو به منفي اغېز وکړي.

امریکا دغه راز غوښتنه کړې چي پاکستان باید دا سختدریځی مشر، چي په هندوستان کي په تروریستي بریدونو تورن دی، محاکمه کړي.

هند او امریکا دواړه وايي چي د لشکر طیبه بنسټ اېښودونکی حافظ سعید د مومبی د ۲۰۰۸ م کال په خونړیو حملو کې لاس لري.

امریکا د هغو معلوماتو لپاره، چې په نتیجه کې یې حافظ سعید ونیول سي، ۱۰ ملیون ډالره جایزه اېښې ده. د تېري پنجشنبې په ورځ په لاهور کي یوې محکمې د حافظ سعید د خوشي کېدو پرېکړه وکړه.

سپینې ماڼۍ همداراز ویلي چي د حافظ سعید خلاصون له نړیوال تروریزم سره په مبارزه کي د پاکستان د ژمنې په باب د ژوري اندېښنې پیغام لري او د پاکستان دا ادعاوي دروغ ثابتوي چي وايي په خپله خاوره کي تروریستانو ته پناه ځایونه نه ورکوي.

د امریکا حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړی«که پاکستان د حافظ سعید د نیولو او د هغو جرمونو په خاطر چې نوموړي کړي دي، قانوني اقدام ونه کړي، دا مسله کېدای سي د دوو هیوادونو اړیکې او په نړۍ کي د پاکستان اعتبار خراب کړي.»

537 ټول کتل سوی شمېر 10 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...