کندهار کي د افغاني سرې میاشتي ځانګړې اونۍ ستاسو سخاوت او زړه ورتیا، ترعنوان لاندي ولمانځل سوه

د سرې میاشتي ځانګړي اونۍ په لمانځغونډه کي د ولايت مقام د مرستیال تر څنګ د ګمرک، علماوو شورا، نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې رئيسانو، دولايتي شوراغړي، د سرې میاشتي د زون او ولایتي رئيسانو په ګډون د يو شمیر دولتي او نظامي ادارو استازو او ملي سوداګرو ګډون کړی وو. ددې غونډي هدف خلګو ته د سرې میاشتي د فعالیتونو څخه خبرول او تر څنګ يې د بډایه هیواد والو څخه د مرستو راجلبول او تر اړمنو کسانو رسول دي. د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منیب د سرې میاشتي خيريه ټولني مسولینو ته د پوره همکارۍ او ملاټر ډاډ ورکړ چي ولايتي اداره به خپل شته امکانات ورڅخه ونه سپموي.

A

په کندهار کي د افغاني سرې میاشتي ځانګړې اونۍ، سږ کال ستاسو سخاوت او زړه ورتیا، تر عنوان لاندي ولمانځل سوه. په جوړه سوې غونډه کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منیب د جمهور رئيس محمد اشرف غني پیغام دغونډي برخوالوته، ولوست چي د سرې میاشتي ځانګړي اوني په مناسبت، ترتیب، سوی ؤ. په پیغام کي د دې خیريه بنسټ د فعالیتونو، بشري مرستو رسولو او ددې بنسټ په پیاوړي کولو کی د بډایه هیوادوالو ونډه اخيستل حتمي وبلل سوه.

AA

همداراز د کندهار دولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله شیردلي هم ددې خیريه بنسټ، روان فعالیتونه د ستایلو وړ وبلل چي په ډیرو سختو حالاتو کي يې د غریبو کسانو لاسنيوی کړي.

AAA

په کندهار کي د افغاني سرې میاشتي رئيس سید اصف هاشمي بيا په تير او روان کال کي خپل ترسره کړو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندي کړه. هغه وايي امکانات يې کم خو مرستي يې د ډېرو کسانو سره کړي.

ښاغلي هاشمي د شتمنو او ملي سوداګرو څخه غوښتنه وکړه، چي د سرې مياشتي ټولني سره مرسته وکړي، ترڅو دوی د اړمنو کسانو سره په بيلابيلو برخو کي مرستي وکړي.

AAAA

د يادوني وړده چي افغاني سره میاشت یوه نا دولتي خيريه بنسټ دی چي د خلګو څخه د مرستو راجلبولو او تر اړینو کورنیو پوري رسولو دنده پر غاړه لري.

راپور: عبدالقيوم شکوري

284 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...