کندهاروالي وايي قراردادي شرکتونه دي دقرارداد مطابق پروژې مخ ته وړي

کندهاروالي تورن جنرال زلمي ویسا دا اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي وويل قراردادي شرکتونه بايد دقرارداد مطابق خپلي پروژې مخ ته يوسي ،ترڅو په راتلونکي کي له ستونزو خلاص وي.

د اداري مجلس غونډه ،چي دکندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا په مشرۍ جوړه سوې وه پکښي دولايت مقام مرستيالانو ،دولايتي شورا رئيس ، د دولتي ادارو مسؤلينواو استازو برخه اخيستې وه.

د اداري مجلس په غونډه کي لومړی دهيواد وروستيو شهيدانو ته دمغفرت دعاوسوه کورني او دوستانو ته يې دالله ج له درباره دجميل صبرغوښتنه وکړه.

غونډي ته دکندهارښاروالي دملکيت اړوند دعيدګاه جادې د دوکاندارانو هغه درخواست وړاندي سو ،چي دولايت مقام څخه يې دلس سلنه مالې دتزئيد دمعافولوغوښتنه کړې وه.

22554830_1546307208767997_2393999021538632123_n

ديادي موضوع په تړاو دکندهارښاروالۍ مرستيال محمدنسيم رضايي وويل دښارواليو دقانون له مخي بايد دښاروالۍ اړوند ملکيتونه کال په کال داوطلبۍ ته وړاندي سي اود يوه اندازه مبلغ په زياتېدو په کرايه ورکول سي.

کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا وويل د دولت لخوا ماليه ځکه نه بخښل کيږي،چي په بدل کي يې خلکو ته اړين خدمات وړاندي کيږي.

د اداري مجلس غونډي ته دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال دکندهارنړيوال هوايي ډګر څخه تردوراهي پوري دجوړېدونکي سړک دليدني راپوړ وړاندي کړ.

ښاغلي خاکرېزوال وويل ديوه تخنيکي او مسلکي ټېم په ملتيا يې دياد سړک څخه څاراو نظارت کړی ،چي ترډېره يې کارونه منظم او باکيفيته وه خو يوځای ،چي دوی ستونزه په ګوته کړې هغه دګلدان په يوه برخه کي د زراعت لپاره نامساعده خاوره وه ،چي دهغه په اړه يې مسؤلينو ته هدايت کړی.

22539721_1546307045434680_4921027816141233628_n

په دغه غونډه کي ،چي دياد سړک انجنېرهم برخه اخيستې وه وويل ،چي کارونه يې دقرارداد مطابق په بشپړکيفيت مخ ته روان دي او که چيري هرڅوک ستونزه پکښي ويني دوی ته دي  يې په ګوته کړي ،ترڅو ځای پرځای يې حل کړي.

کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا دياد سړک دباکيفيته کارپه تړاو دقراردادي شرکت څخه مننه وکړه او هيله يې وښودل ،چي پاته کارونه به هم په بشپړکيفيت مخ ته ولاړسي.

ښاغلي ويسا وويل ټول قراردادي شرکتونه بايد دقرارداد مطابق خپل کارونه مخ ته یوسي ،ترڅوهم پروژه باکيفيته وي او هم شرکت له ستونزو خلاص وي.

داداري مجلس په غونډه کي دکندهاربرېښناشرکت رئيس امان الله فاروقي وويل دبيل دتخيف هغه پرېکړه ،چي څه موده مخکي په ولايت مقام کي وسوه منظور سوې ،چي نوربه دهغه له مخي ښاريانو ته برېښناورکوي.

ښاغلي فاروقي خبر ورکړ ،چي نژدې ورځو کي دکندهارڅخه ترغزني پوري د واريداتي برېښنا لپاره هم سروې پيلوي.

هغه له ښاريانو يوځلي بيا غوښتنه وکړه ،چي دبرق په سپما کي د دوی سره مرسته وکړي.

د اداري مجلس په غونډه کي پروړاندي سوي قراردادهم بحث وسو ،چي ديولړنيمګرتياوپه خاطر دمجلس له لوري رد سو.

خبریال: ولي محمد انوري

513 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...