ډین جونز: افغانستان د کرکټ یو با ثباته ټیم ته ضرورت لري

AF538069-7F4F-4D47-A85D-29F02ACB73C7_cx2_cy0_cw71_w1023_r1_s

له هانګ کانګ سره د افغانستان د څلور ورځنیو سیالیو روزونکی ډین جونز وايي د افغان لوبغاړو په فزیکي جوړښت- فټنس- باندې باید ډېر کار وسيفزیکي فټنس په دې مانا چي لوبغاړي باید روحآ او جسمآ غښتلي وي او د لوبي کولو ډېره شیمه ولري. ډین جونز وايي ده له افغان لوبغاړو سره په دغه برخه کي هره ورځ کار کاوه او افغان لوبغاړي باید له دې پلوه لا غښتلي سي.

هغه وویل افغان لوبغاړي باید خپل غذايي رژیم ته هم پام وکړي، په دې مانا چي باید داسي خواړه ونخوري چي وزن یې زیات او صحت یې زیانمن سيده همدغه راز د افغان لوبډلي پر ترکیب هم خبري وکړې او وویل “افغانستان یوه باثباته لوبډلي ته اړتیا لري، داسي لوبډله نه چي هره ورځ بدله سي“.

هغه وویل فکر نکوي چي په راتلونکو دوو درو میاشتو کي دي په لوبډله کي کوم تغیر راسي، خو وویل که کوم لوبغاړی زخمي او یا لوبه ونسي کړای، نو دوه درې داسي لوبغاړي سته چي د هغوی پر ځای لوبه کولای سي. خو هغه د کوم مشخص لوبغاړي نوم وانخیست.

ده په میدان کي د لوبډلي پلانینګ او فیلډینګ ته هم اشاره وکړه “دوی- افغان لوبغاړي- باید د لوبي پلان ښه کړي، دوی باید پوه سي چي څوک په سليپ کي ودریږي او څوک توپوهونکي ته نژدې وي…..”.

د اسټرالیا دغه مخکني لوبغاړي همدغه راز د افغان لوبغاړو د رواني حالاتو په ښه کېدو هم ټېنګار وکړ “بله مهمه خبره دا ده دوی چي له نورو لوبډلو سره لوبیږي باید د هغوی له نومونو او جامو څخه ونه ډار سي، باید په ځان باور ولري”. هغه وویل که دا کار وکړي شاید قوي لوبډلو ته هم ماته ورکړي.

803 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...