په میوند ولسوالۍ دملي اردو پر سرتیرو ترهګریز برید په سختو ټکو و غندل سو

جمهور رئيس محمد اشرف غني او کندهار والي تورنجنرالي زلمي ويسا د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي د ملي اردو پر قرارګاه تر سره سوی ترهګريز بريد په سختو ټکو غندلی

جنايتکاره او پردۍ پالو ډلو په تازه تروريستي بريدونوکي د هېواد بېلابېلې برخي په نښه کړي، پکتيا او غزني کي له جنايتونو او بشري ضد اعمالو وروسته يې تېره شپه د کندهار ميوند ولسوالۍ کي يوشمېر هېوادوال او د امنيتي ځواکونو سرتېري شهيدان او ټپيان کړل.

دغه ډلې چي له جنايت، وحشت او انسان وژنې پرته کومه لاسته راوړنه نه لري، د زوال او نابودۍ په حال کي دي.

22688395_867968990033065_4961107369850645556_n

بل لورته خلک او د ملي يووالي حکومت د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او په خپل ټول توان به د تروريستانو د جنايتونو د نوې څپې پر وړاندې ودرېږي.

تروريستي ډلي په خپلو جنايتونو او نه بخښونکو اعمالو سره  هره ورځ له ټولني شړل کيږي چي له تسليمۍ او نابودۍ پرته بله لاره نه لري، نو له همدې امله دا ډلي له هيڅ ډول جنايت څخه لاس نه اخلي.

د هېواد اتل امنيتي او دفاعي ځواکونه په خپلو وينو د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا دفاع کوي او د دوی ښکلې کارنامې به د هېواد د تاريخ په زرينو پاڼوکي ثبت سي.

 دا سرتېري د تروريستانو پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کي دي چي د افغانستان خلک او نړيواله ټولنه د دوی د سرښندنو او اتلوليو منندوی دي.

جمهوررئيس محمد اشرف غني او کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې او زړه ور مقاومت د ستاينې ترڅنګ، دغو ځواکونو ته د دوی د يوشمېر همسنګرانو د شهادت تسليت وايي او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله کوي.

دفاع وزارت وايي، بريد د کندهارد ميوند ولسوالۍ په چشمو سيمه کي د ملي اردو پر يوې قرارګاه سوی، چي په ترڅ کي يې د ملي اردو ۴۳ سرتيري شهيدان سوي او ۹ نور ټپيان سوي دي.

نیوز څانګه

1398 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...