پر حاجي میرویس خان نيکه فلم جوړیږي

148F18CD-B98F-4684-BB4D-65BB55357DB8_w1023_r1_s

په افغانستان کي د فلم جوړوني یو شرکت غواړي چي پر ملي اتل میرویس خان نيکه باندي مستند فلم جوړ کړيد فلم جوړونکي شرکت شوب وايي چي ټول فلم به په افغانستان کي ثبتیږي او لوبغاړي به یې هم افغانان وي.

د فلم ډاریکټر حسن امین شوب وايي، چي د علومو اکا‌‌‌‌‌‌ډمۍ د تاریخي پيښو په څيړنه او تایید کي مرسته کوي، کیسه خپله فلم جوړوونکي لیکي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر تاید وروسته به عملي سي.

ښاغلي شوب وویل پر فلم باندي څه باندي ۶۰۰زره ډالره لګښت راځي چي دا مهال یې شاوخوا ۴۰ فیصده برابره سوې ده.

د شوب فلم پرو‌‌‌‌‌‌ډکشن کمپني وايي “موږ غواړو د ژور خیال او په سینمايي نړۍ کي د شته شونتیاوو په مټ افغانستان د یو با ارزښته جغرافیايي نقطې او د ژور تاریخي شالید لرونکي هیواد په توګه نړیوالو ته ور وپيژنو.

1782 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

ieQT2MM1gk7Ac3b21zMpeLRj

د مخابراتو وزارت وايي، د انترنیټ بیه به تر ۸۰ سلني ټیټه کړي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د جمهور رئيس محمد اشرف غني په سپارښتنه پر ...