ټيلرسن: په عراق کي داعش ماته وخوړه، ایراني ملېشه او سلاکاران دي يې ووځي

68FF6B35-97FE-46FA-B4CD-D6D648D098AF_w1023_r1_s

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وايي، وخت یې را رسېدلی چي د ایران له ملاتړه برخمن ملېشه او د هغوی ایراني سلاکاران چي په عراق کي د داعش په ماته کي يې رول ولوباوه خپلو کورونو ته ستانه سي.

ښاغلي ټیلرسن پرون دا څرګندوني د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کي په یوه خبري کنفرانس کي وکړېنوموړي وویل: یقینا چي په عراق کي شته بهرني جنګیالي باید خپلو کورونو ته ستانه سي او پریږدي چي عراقیان او د خپل هېواد کنټرول په لاس کې ولري.”

هغه وویل، په دې کار سره به په پوره ډاډ په عراق کي د ایران له بې کاره نفوذه مخنیوی وسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ټیلرسن د سعودي عربستان او عراق تر منځ د همغږۍ د یوې کمېټې تر پرانېست غونډي وروسته دا خبري وکړې.

ښاغلي ټیلرسن داراز له اروپايي هېوادونو وغوښتل چي د ایران له سپاه پاسداران ډلي سره چي په سیمه کي بې ثباتي او ورانۍ ته لمن وهي تجارتي اړیکې ختمې کړيسپاه پاسداران ډله د رواني میاشتې په لومړیو کي د امریکا په تور لیسټ کي شامله سوه.

520 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...