ويرات کوهلي او روهيت شرما نوي ريکارډونه جوړکړل

140bd-1509292405-800.jpg.700x429_q85_crop-660x330

۱: ویرات کوهلي لومړی کريکيټر سو چي په دې کال کي ۲۰۰۰ چټکي منډي جوړوي.

۲: ویرات کوهلي د یو لوبډل مشر په توګه په ۹۳ پاڼو کي ۵۰۰۰ چټکې منډي پوره کړي.

۳: ویرات کوهلي د اې بي ډيولرز ریکارډ مات کړ او دا ریکآرډ يې جوړ کړ، چي په ۱۹۴ پاڼو کي ۹۰۰۰ منډي پوره کوي چي وړاندي دا کار ډيولرز په ۲۰۵ پاڼو کي تر سره کړی و.

۴: دا دوهم ځل دی چي ویرات کوهلي په یو کال کي ۲۰۰۰ چټکي منډي اخلي.

۵: روهیت شرما دوهم هغه لوبغاړی سو چي له ویرات کوهلي وروسته په دې کال کي ۱۰۰۰ چټکې منډي اخلي.

۶: روهیت شرما دوهم هغه لوبغاړی سو چي په ۱۶۵ یوه ورځنیو لوبو کي ۱۵۰ شپږیزي تر لاسه کوي.

۷: ویرات کوهلي او روهیت شرما هغه لوبغاړي سول چي زیات وخت تر ۲۰۰ منډو پوري ګډي منډي اخلي.

۸: روهیت شرما پنځم هندی لوبغاړی سو چي ۱۵۰ شپږیزي وهي.

۹: ویرات کوهلي لومړی هغه کپټان سو چي په خپل کپټانۍ کي شپږ سلیزي تر لاسه کوي.

۱۰: هندوستان هغه لوبډله سوه چي د ویرات کوهلي تر کپټانۍ لاندي ۷م سریز ګټي.

۱۱: د هندوستان اوپنرانو د لسم ځل لپاره د نیوزلېنډ خلاف تر ۵۰ زیاتي ګډي منډي اخلي.

۱۲: ویرات کوهلي هغه لوبغاړی سو چي په مسلسل ډول په ۲۰۰ یوه ورځينیو لوبو کي لوبیږي.

۱۳: ویرات کوهلي او روهیت شرما دا ریکارډ هم جوړ کړ چي د دولسم ځل لپاره ګډي سل منډي ملګرتیا په دریمه وېکټ کوي.

۱۴: ویرات کوهلي له لوري دا ۱۳مه نیمه سلیزه ده چي د کپټان په توګه يې دوهم ځل هم چټکه نیمه سلیزه پوره کړه.

۱۵: ویرات کوهلي په خپل کورني لوبغالي باندي څوارلسمه سلیزه هم پوره کړه چي تر دې وړاندي سچن ټنډولکر دا کار کړی و.

۱۶: ویرات کوهلي د اسټرالیاوي کپټان ریکي پونټينګ هغه ریکارډ مات کړ چې په یو کال کې يې ۱۴۲۴ منډي جوړي کړي دي، چي ویرات کوهلي په یو کال کي ۱۴۶۰منډي جوړي کړې.

431 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

23244024_1717453318286983_7840822793796442339_n

محمد نبي د بنګلدېش په سیالیو کي کپټان سو

محمد نبي د افغانستان د کرکټ په تاریخ کي لومړنی افغان لوبغاړی سو چي په ...